لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د قید سزا به ختمه شي که نه؟ اسلام آباد هایکورټ نن پرېکړه اوروي


اسلام اباد هایکورټ د توشه خانې په مقدمه کې پخواني وزیراعظم عمران خان ته د درې کلن بند د اورول شوې سزا پرضد محمکې ته په شوې خواست نن خپله پرېکړه اوروي.

د عمران خان وکیل شیر افضل خان مروت وایي که د توشه خانې په مقدمه کې عدالت د عمران خان سزا وځنډوي نو هم عمران خان په نورو مقدمو کې ګرفتار دی اؤ دهغه سمدستي خوشې کیدل امکان نه لري.

د اسلام اباد هایکورټ په مشر قاضي عامر فاروق او جسټس طارق جهانګیري مشتمل دوه کسیز بینچ د ګل په ورځ د عمران خان د سزا پرضد عدالت ته په شوي خواست د پي ټي ایي اؤ سرکاري وکیلانو دلیلونه اوریدلي اؤ خپله پرېکړه یې خوندي کړې ده.

مشر قاضي عامر فاروق ویلي،نن د نهې په ورځ غرمه 11 بجې به خپله پرېکړه اوروي.

د توشه خانې په مقدمه کې د اسلام اباد سیشن عدالت د اګست په پینځمه نیټه پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته د دریوؤ کالو د بند سزا اورولې وه اؤ په هم هغه ورځ پولیسو په لاهور کې عمران خان د خپل کور نه ګرفتار کړی اؤ د اټک زندان ته یې اچولی دی.

په عمران خان تور دی چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې اؤ بیا یې خرڅې کړي دي خو په دې ډالیو چې هغه کومې پیسې ګټلې دي د هغې معلومات یې په الېکشن کمېشن کې نه و ښکاره کړي.

توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې وه او هغه يې نااهله ګرځولی ؤ.

د عمران خان په ضد دغه مقدمه هم د تېر کال اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې وه، او دغه رېفرنس تېر حکومتي اتحاد جمع کړی ؤ.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې چې یوه ډالۍ یې دقانون مطابق په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

دعمران خان وکیل شیر افضل خان مروت تېره ورځ رسنیو سره په خبرو کې ویلي که اسلام اباد هایکورټ د توشه خانې په مقدمه کې دعمران خان سزا ختمه هم کړي خو هغه دا مهال په نورو مقدمو کې هم ګرفتار دی نو ځکه یې د سمدستي راخوشې کیدو امکان نه لیدل کیږي.

هغه ویلي ډیر زر به دی عدالت ته خواست وکړي چې عمران خان ته باید په ټولو مقدمو کې په یو ځاي اساني ورکړل شي.

پخوانی وزیراعظم عمران خان دعوه کوي چې په هغه دا مهال نزدې 200 مقدمې درج دي اؤ وایي چې دا هر څه ورسره د سیاسي انتقام په بنیاد کیږي.

د توشه خانې مقدمې ترڅنګ هغه د افیشل سیکرټ ایکټ په مقدمه کې هم دا مهال په باضابطه توګه ګرفتار دی.

دپلټنو دمرکزي ادارې ایف ایي ای لخوا په درج دې مقدمه کې په عمران تور لګول شوی چې پټ سفارتي مکتوب یا سايفر یې خور کړی اؤ په دې لړ کې تېره اوونۍ د ایف ایي ای یوې ډلې د اټک په جېل کې د عمران خان نه پلټنې هم کړې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG