لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د عمران خان سزا معطل کړه، په ضمانت د خوشي کولو امر یې وکړو


اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې په قضيه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان سزا معطل کړه او په ضمانت د خوشي کولو حکم یې وکړو.

د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق محمود جهانګيري نن د نهې- سه شنبې په ورځ د عمران خان د سزا معطل کولو حکم وکړو.

د اسلام اباد سيشن عدالت په پينځم اګست عمران خان ته د توشه خانې قضيه کې د پينځه کاله بند او يو لک روپو جرمانه اورولې وه. عمران خان دا وخت د اټک په زندان کې بندي دی.

د عمران خان وکيلانو د سزا پرضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو، عدالت پرون د ګل- دوشنبې په ورځ فېصله محفوظ کړې وه او نن یې واوروله.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د عمران خان وکیل سلمان صفدر هايکورټ ته خواست کړی چې د عمران خان په بله کومه مقدمه کې د نه نيولو حکم هم وکړي.

د عمران خان پرضد نورې مقدمې هم درج دي او د القادر ټرسټ او سايفر ترڅنګ یې پرضد د نهمې مقدمې هم روانې دي.

په پينځم اګست د اسلام اباد سيشن عدالت جج همايون دلاور عمران خان ته سزا اورولې وه.

په فېصله کې ويل شوي وو، "عمران خان په ارادې سره الېکشن کمېشن ته جعلي تفصيلات وړاندې کړي او د غبن يا کرپشن قصوار واره ګرځول کيږي".

ويل شوي وو عمران خان ته د الېکشن قانون د سېکشن 174 لاندې د درېو کالو بند سزا اورول شوې ده.

د سزا وروسته ویل شوي وو عمران خان د پينځه کالو دپاره نااهله کړی شوی وو.

عمران خان ته اورول شوې توشه خانې فېصلې ته به په سمدستي غبرګون کې پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي وو، د اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سېشن جج فېصله د تعصب ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د جج همايون دلاور د فېصلې رد کولو ويلي وو چې دغه فېصله به په اعلا عدالت کې چېلنج کولی شي.

توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.

د عمران خان په ضد دغه مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس تېر حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG