د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت قانون پوهه فعاله ايمان مزاري د درو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلې ده. د ايمان مزاري ضمانت پرون د ګل- دوشنبې په ورځ منظور شوی خو د جېل څخه بهر کېدو سره سمه بيرته نیول شوې وه.
د ځايي رسنيو ترمخه مزاري نن د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات په وړاندې حاضر کړی شوې ده.
ویل شوي د هغې پرضد د اسلام اباد په باره کهو تاڼه کې د ترهګرۍ ضد مقدمه درج ده، په هغې کې ګرفتاره کړی شوې او عدالت ته وړاندې کړی شوې ده. د يادې مقدمې اېف آی ار په ټولنيزو رسنيو خپور شوی دی.
د پاکستان مشهور جرنلسټ حامد مير په ټويټر ویلي، "هغوی چې د پاکستان ايين نه مني په داسې مقدمو جوړولو نه يواځې په خپل ځان پورې بلکې په پاکستان پورې هم ملنډې کوي".
ايمان مزاري چې نن په کومه مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوې، د پينځم اګست نېټه پرې ليک ده، د شهزاد نومې تن په مدعيت کې درج شوې، د کامران نومې تن په حواله یې دعوه کړې چې هغه ورسره د اسلام اباد په باره کهو کې ليدلي او ورته یې ويلي د دوی [شهزاد] دې په علاقه کې بشري حقونه نشته ځکه دوی به د دې دپاره په ګډه کار کوي.
دغه تن دعوه کړې کامران ته یې پېسې ورکړي، بيا د علي وزير او نورو ګڼو کسانو چې ايمان مزاري هم ورکې شامله ده د دوی سره ليدلي، او زياته کړې یې ده دغو کسانو د جلسې کولو په ترڅ کې د رياستي ادارو، حکومت او پوځ پرضد محاذ جوړ کړی او بيا نور جزيات یې ويلي دي او بيا ترې ده لارې جدا کړي دي.
دغه تن تور لګولی د مرګ ګواښونه ورته شوي دي.
یادو تورونو ته د پي ټي اېم لخوا کوم رسمي غبرګون نه دی ويل شوی خو پي ټي اېم له دې وړاندې په ځان دغه ډول لګېدلي تورونه تل رد کړي او دريځ لري په پرامنه ډول د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.
پرون د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزير او قانون پوهه فعالې ايمان مزاري د ترهګرۍ ضد عدالت ضمانتونه منظور کړي خو د علي وزیر په بله مقدمه کې د ضمانت په خواست فېصله ځنډول شوې او د اګست 30مه نېټه ورکې ورکړی شوې وه.
پي ټي اېم وايي د علي وزير او ايمان مزاري ترڅنګ په اسلام اباد کې د پي ټي اېم د 15 پورې فعال نيول شوي دي.
په دوی ټولو اسلام باد کې دوه مقدمې درج دي، یوه د ترنول په تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج ده.
يادې مقدمې د پي ټي اېم د 18م اګست وروسته درج شوي دي.
په دوی تور لګول شوی چې د جلسې دپاره ورته کوم ځای ښودل شوی د هغې سرغړونه یې کړې په بل ځای کې یې جلسه کړې، او بله مقدمه پرې د ترهګرۍ د مادو لاندې درج شوې چې په جلسه کې یې د رياست او رياستي ادارو پرضد نعرې وهلي خلک راپارولي دي.
پي ټي اېم تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د علي وزير او نورو غړو دپاره د ستمبر په لومړۍ نېټه پېښور، کوټه او کراچۍ کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.
Forum