د طالبانو د حکومت د وزیراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران د پارلمان له یو پلاوي سره لیدلي او هغوی ته یې ویلي دي چې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده، ګاونډي هېوادونه دې مطمئن اوسي.
د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د اګست پر 28مه پر خپل ایکس [ټویټر] ویلي، چې مولوي عبدالکبیر دغه پلاوي ته د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارولو ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي ویلي، حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د جواد کریمي قدوسي په مشرۍ د ایران د پارلمان اووه کسیز پلاوی د اګست له 26مې د افغانستان په سفر دی او تر اوسه یې له مولوي عبدلکبیر سره سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، صنعت او تجارت او یو شمېر نورو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبداللهیان په تېره جولای میاشت کې دعوه کړې وه چې د داعش ډلې مشران له عراق، شام او لېبیا څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هغه دغه دعوه رد کړې وه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو تېره اوونۍ د افغانستان او عراق په ګډون په نړۍ کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه په یو بحث کې په افغانستان کې ددې ډلې د فعالیتونو او وړتیاوو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې وه.
د دې غونډې ګډونوالو د اګست پر 25مه په یوه غونډه کې ویلي، چې داعش نه یواځې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته په یو خطر بدل شوی دی، خو طالبان وايي داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده.
ملګرو ملتونو په روانه اګست میاشت کې په یو رپوټ کې اټکل کړی وو چې داعش اوس هم په افغانستان کې له څلورو تر شپږ زرو پورې جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي لري.
د امنیت شورا غونډې ته د ترهګرۍ خلاف د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوف په افریقايي هیوادونو کې د داعش د فعالیتونو زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، "له افریقا وروسته په افغانستان کې وسلو او ګوله بارود ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي ویره اوس په حقیقت بدلیږي".
ښاغلي وورونکوف د رپوټونو په حواله وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د عملیاتو وړتیاوې زیاتې شوې دي او وایي دا ډله پر طالبانو او نړیوالو هدفونو په بریدونو کې ډېره پیچلې شوې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال وویل، له داعش خراسان سره سره په افغانستان کې شاوخوا 20 بېلابېلو ترهګرې ډلې او د هغوی فعالیت، د طالبانو د چارواکو ځپونکي اقدامات او ناوړه بشري حالت د سیمې او نړۍ لپاره د پام وړ چېلنجونه دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ښکاره شویو اندېښنو ته په جواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د 20 ترهګرو ډلو د فعالیت، د وسلو د پراختیا او د داعش ډلې د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي دعوې رد کړې دي.
مجاهد د خالي- شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د داعش او نورو وسلوالو ډلو په اړه څرګندونې "بې بنسټه او پروپیګنډه" بللې او وایي حکومت یې په تېر یو کال کې د داعش فعالیتونو صفر ته نیژدې کړي دي:
"په تیرو دوو کلونو کې [د طالبانو] افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات کړي چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي".
سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د داعش د بشپړ ځپلو دعوې کوي، خو دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د لسګونو هغو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي، چې په نتیجه کې یې په سلګونو عام خلک، شیعه مسلمانان او د طالبانو د حکومت کسان وژل شوي دي.
Forum