لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جبري بې درکو نړیواله ورځ: ملګري ملتونه وایي د خلکو جبري ورکول د بشري‌ حقونو سنګینه سرغړونه ده


نن د اګست 30مه د جبري بې درکۍ د اغېزمنو خلکو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په پاکستان کې لا هم د خلکو د جبري ورکېدو لړۍ نه ده تم شوې او په پښتونخوا او بلوچستان کې د حقونو تنظیمونه وایي له کلونو راهیسې زرګونه خلک ورک دي او د مرګ او ژوند حال یې نه شته.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمنیسټي انټرنېشنل وایي، پاکستان باید د جبري ورکېدو، په پټه او خپلسرې توګه د خلکو د نیولو عمل پای ته ورسوي. ایمنیسټي نن د اګست پر 30مه پر خپل ایکس [ټویټر] لیکلي:

"[پاکستاني] چارواکي باید سمدستي او بې له شرطه د جبري ورکو کسانو کورنیو ته د هغوی ځای ښکاره کړي چې چېرې دي".

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش نن پر ایکس [ټویټر] لیکلي، "د جبري بې درکۍ د اغېزمنو خلکو په دې نړیواله ورځ زه پر هېوادونو ږغ کوم چې د دې ظالمانه جرم په ختمولو کې مرسته وکړي".

د پاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې د بشري حقونو مخکینۍ مرکزي وزیرې شېرین مزاري د ښاغلي ګوتېریش د ایکس پوسټ بیا شېر کړی او ورته لیکلي یې دي چې پاکستان د ښاري او سیاسي حقونو د نړیوال تړون د لاسلیکوونکي په توګه پابند دی چې د جبري بې درکیو مخه ونیسي:

"د هغو لپاره چې پوښتنه کوي موږ مخکې لا د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون (ICCPR) برخه یو چې د جبري ورکېدو ختمولو ژمنتیا پکې شامله ده، که څه هم موږ له جبري ورکېدو د ټولو خلکو د ژغورنې نړیوال کنونشن نه دی لاسلیک کړی خو موږ د آی سي سي پي آر په بنیاد پابند یو چې دا عمل ختم کړو".

ملګري ملتونه وایي په زرګونو خلک د جګړو او جبر په مهال ورک شوی دي، کورنۍ او ټولنې حق لري په دې حقیقت پوه شي چې له دوی سره څه شوي دي. ملګرو ملتونو پر خپل ټویټر لیکلي:

"جبري ورکېدل د بشري‌ حقونو یوه سنګینه سرغړونه ده چې مسلسل د ترهګرۍ د خپرېدو لپاره ترې کار اخیستل شوی دی".

ملګرو ملتونو نن د بې درکه خلکو په نړیواله ورځ د خپلې ویبپاڼې پر سرپاڼه په نړیوال کچه په جبري توګه د بې درکو شویو کسانو عکسونه لګولي او ورسره لیکلي یې دي، د یو تن جبري بې درکه کول "د بشري حقونو تر سرغړونې لوی جرم دی".

ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت ځانګړې مقاله کې لیکلي، "جبري ورکول په یوه ټولنه کې د ویرې خپرولو لپاره د یوې سټرېټیجۍ لاندې د آلې په توګه کارول کېږي، د یو تن بې درکه کېدل یواځې د هغه په خاندان نه بلکې پر ټولنه هم سخت اغېز پرېباسي".

ایمنیسټي انټرنېشنل پر خپل ټویټر لیکلي، چې د جبري بې درکه کسانو د کورنیو خلک له دې پرته- چې نه پوهېږي خپلوان او نازولي یې چېرې دي- له [ذهني] ناروغیو، مالي ستونځو، ټولنیز یواځیتوب او نورو اوږدمهاله اغېزو سره مخ دي:

"د پاکستاني چارواکو لپاره همدا اوس وخت دی چې دا [د جبري بې درکۍ] عمل په داسې یو قانون سره جرم وګڼي چې د بشري حقونو له نړیوال قانون او غوره تګلارو سره برابر وي".

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د معلومولو مرکزي کمیشن په تېره جولای میاشت کې ویلي وو چې سږ کال ورسره له جنورۍ تر جون میاشتې پورې د نورو 533 کسانو د جبري لادرکۍ مقدمې درج شوې دي.

ډان ورځپاڼې د کمیشن د رپورټ په حواله ویلي وو چې د ټول هېواد په کچه تر اوسه پورې ټولې 9736 د لادرکیو پېښې ورسره درج شوې دي، چې وایي‌ په هغو کې کمیشن تر اوسه 7439 پېښې فیصله کړې دي.

د کمیشن په وینا د فیصله شویو پېښو په بنیاد تر اوسه 3804 کسان خوشي شوي او 241 کسان په پکې داسې دي چې مړه شوي دي.

په بلوچستان کې د لادرکه بلوچانو د حقونو لپاره کاروکونکی غیرسرکاري تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز دعوه کوي چې په دغه صوبه کې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې تر 8000 زیات کسان ورک دي چې وایي د پاکستان امنیتي ادارو وړي او ډېر یې وژلي دي، خو امنیتي ادارو دا تورونه بیا بیا په کلکه رد کړي‌ دي.

د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکی ولسي تحریک پښتون تحفظ موومنټ هم دعوه کوي چې په سیمه کې د ترهګرۍ په نامه د "مشکوکې جګړې" په وخت په زرګونو کسان بې درکه کړی شوي چې وایي ښځې هم پکې شاملې دي. دې تنظیم تر اوسه د دغو بې درکه خلکو څه کره شمېر نه دی خپور کړی.

د پاکستان مرکزي حکومت د 2022م په اکتوبر کې په قومي اسمبلۍ کې یوه قانوني مسوده منظوره کړه چې له مخې یې په هېواد کې په زوره د خلکو لادرکه کول د قانون د لارې جرم وګرځول شو.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي غیرسرکاري تنظيمونه وايي په جبري توګه د خلکو د لادرکه کولو لړۍ به تر هغه وخته تم نه شي چې تر څو حکومت د پاليسۍ په کچه ګامونه نه وي پورته کړي.

په رپوټ کې د وي او اې ډیوه د همکارانو رحمان بونېري او عثمان خان معلومات هم کارول شوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG