د پاکستان د بهرنیو چارو موقتي وزیر جلیل عباس وایي په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان کې د ترهګرۍ د شوؤ پېښو ځینې ذمه واران یا مسولین نیولي اؤ پاکستان ته یې د هغوي په هکله اطلاع ورکړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي د بهرنیو چارو نګران وزیر دا څرګندونې تېره ورځ په خارجه دفتر کې خبریالانو سره د لیدنې په مهال په غیر رسمي خبرو کې کړې دي.
د ډان په رپورټ کې دښاغلي جلیل عباس له لوري په دې اړوند نور تفصیلات مخې ته نه دي راوړل شوي اؤ نه هم په افغانستان واکمنو طالبانو پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو په تړاؤ د چا نیول کیدو په هکله څه ویلي دي.
د جولایي په 12مه نیټه د بلوچستان په ږوب سیمه کې په پوځي چاوڼۍ ترهګریز برید کې د نهو پاکستاني پوځیانو تر وژل کیدو اؤ ګڼو نورو خونړیو بریدونو نه وروسته د پاکستان پوځ اؤ حکومت تورونه لګولي وؤ چې په پاکستان د بریدونو پلانونه د افغانستان دننه جوړیږي اؤ د پاکستان مخالف ترهګر د افغانستان خاوره کې خوندي ځالې لري.
پاکستاني چارواکو تر دې حده ګواښونه کړي وؤ چې که په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ترهګرو د فعالیتونو مخه ونه نیول شي نو دوي (پاکستان) بیا کولی شي خپل دښمنان د افغانستان دننه هم په نخښه کړي.
د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت پخپله یوه مرکه کې د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ چې ګنې په پاکستان د کیدونکو بریدونو پلانونه په افغانستان کې جوړیږي اؤ ویلي یې وؤ که پاکستان د خپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید دوي(دطالبانو حکومت) ته یې وسپاري تر څو هغوي پرې اقدامات وکړي.
د طالبانو ویاند د افغانستان خاوره کې د ټي ټي پي یا نورو ترهګرو د خوندي ځالو دعوې هم رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ د دوي حکومت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ د مقصدونو لپاره یا د بل چا پرضد وکاروي.
ډان ورځپاڼه وایي د پاکستان د بهرنیو چارو موقتي وزیر ویلي پاکستان دا مهال امریکې سره غوره اړیکې اؤ زړه پورې همکاري لري اؤ د امریکې د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې سره دده لخوا ترسره شوؤ خبرو کې د دواړو هیوادونو د شراکت دارۍ په لا پیاوړي کولو اتفاق شوی دی.
Forum