لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د امریکا په ملاتړ کردي ځواکونو او یوې ځایي ډلې تر منځ جګړه کې 28 کسان وژل شوي


رپوټونه وایي د شام په ختیځ کې د امریکې په ملاتړ د کردي جنګیالو په مشرۍ د ډیموکرېټیک ځواک او په دې هېواد کې د یوې ځایي ډلې تر منځ جګړه شوې ده چې پکې لږ تر لږه 28 کسان وژل شوي دي.

ځایي رسنۍ وایي‌ جګړه د شام په ختیځ صوبې دیر الزور کې د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ هغه وخت پیل شو چې شامي ډیموکرېټیک ځواک د "مجرمو عناصرو" په ضد کمپېن پیل کړ.

شامي ځواک مجرم عناصر د دیر الزور صوبې په پوځي شورا کې ځینې هغه مشران بللي چې له دوی سره ځایي تړاو لري.

جګړه د دې ناارامه صوبې څو هغو ښارونو او کلیو ته هم غزېدلې ده چې داعش ترهګره ډله پکې له 2014م تر 2019م کال پورې واکمنه وه او بیا د امریکې په مشرۍ نړیوال اتحاد له دې ځایه وشړله.

په برتانيا کې د شام د بشري حقونو د څار ډله چې په خپل هېواد کې څېړونکي لري وايي، د دير الزور په جګړه کې د دواړو جنګېدو ډلو تر 28 ډېر کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

په ایس ډي ایف ځواک کې د پیپلز پروټکشن یونټ د رسنیو د څانګې مشر سیامند علي وي او اې ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د شامي ځواک پینځه جنګیالي شامل دي. هغه وويل:

"د دې کمپېن مقصد په دير الزور کې د امن ټينګول دي ځکه چې په دغه صوبه کې ناارامي په زیاتېدو ده او له بده مرغه د ځايي پوځي شورا ځينې عناصر شته چې په دې ناارامۍ کې مرسته کوي."

شامي ځواکونو د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دوی د دیر الزور پوځي کونسل کمانډر احمد الخبیل چې په ابو خاوله مشهور دی له خپلې څوکۍ لرې کړی دی.

ایس ډي ایف ویلي ابو خاوله او د ځایي کونسل څلور نور مشران له دې کبله له دندې لرې کړل شوی چې وایي په ډېرو جرمونو او سرغړونو لکه "د نشه یي موادو په قاچاق او د امنیتي حالاتو په ناسم انتظام" کې یې لاس درلود.

د امریکې په ملاتړ ایس ډي ایف ځواک ویلي ابو خاوله "له انقلاب دښمنو بهرنیو ادارو سره اړیکې لرلې او ورسره په همږغۍ کې وو"، چې اشاره یې د شام حکومت او د ایران ملاتړو ملېشو ته ده.

ایس ډي ایف د کردانو په مشرۍ اتحاد دی چې د داعش وسلوالو خلاف جګړه کې د امریکې شریک دی. دې ډلې او د دې ځایي ملګرو اوس د ډېرو هغو سیمو کنټرول تر لاسه کړی دی چې یو وخت د داعش په کنټرول کې وې.

د امریکې د پوځي چارواکو په وینا دا مهال د نړیوال اتحاد د یوې برخې په توګه په سیمه کې د امریکې 900 پوځیان دي چې له ایس ډي ایف سره د داعش په ضد عملیاتو کې مرسته او مشوره کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG