واشنګټن - د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا یو ځل بیا د اروپا د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه د نورې پوځي مرستې غوښتنه وکړه په ځانګړي ډول د توپونو، ګولیو او زغروالو موټرو په برخه کې.
"زمونږ غوښتنې لا همدا دي. تاسو ټول پوهېږئ. جګړه توپونو او وسلو ته اړتیا لري. مونږ هیله لرو چې زغروال ګادي او ټانکونه چې تاسو یې مسوده تصویب کړې په ارامه ورسېږي. هغه هیوادونه چې د پوځي وسلو مرسته نشي کولای، نو مهرباني وکړئ د زرې امبولانسونو بندوبست وکړئ چې د جګړې له ډګر څخه ټپي شوي سرتیري وباسي. دا یوه ډېره لویه اړتیا ده."
ښاغلي کولیبا همدارنګه وویل، دی فکر کوي چې سپټمبر د غلو دانو ویستلو او د سولې د تګلارې لپاره یو ډېر مهم وخت دی او وویل چې د ولسمشر اردوان او ولسمشر پوتین ترمنځ لیدنه به په حقیقت کې وروستی چانس وي چې روس پرې بېرته د تورې بحیرې له لیارې د غلو صادراتو تړون ته راوګرځي.
ډیمیټري کولیبا د غلو د صادراتو لپاره د یوې متبادلې لارې یادونه هم وکړه خو د هغې د خونديتوب لپاره یې د هوايي دفاعي سیستمونو غوښتنه وکړه چې په غلو دانو بار دغه کښتۍ وژغورل شي چې رومانیا ته څېرمه له یو بندر څخه روانېږي.
"تاسو په دې غور وکړئ چې د غلو دغه دهلیز څنګه خوندي کولای شئ، په داسې حال کې چې کښتۍ لا تر اوسه هم د اوکراین په اوبو کې دي. له مرستې څخه زما هدف هوايي دفاعي سیستمونه دي."
د دې ترڅنګ کولیبا وویل، اروپايي هېوادونه اړتیا لري چې روس ته د صادراتو په کنټرول باندې کار وکړي او په روس باندې نور بندیزونه هم ولګوي چې د وسلو تولید یې کنټرول شي.
کولیبا وویل، باید روس د توغندیو او ډرونونو د جوړولو له وړتیا څخه محرومه شي او زیاتوي چې دوی وینې دغه تولید په زیاتېدو دی او روس پکې د لویدیځ پرزې کاروي.
د ایستونیا د بهرنیو چارو وزیر مارګوس سکنا وویل،
"هو اوکراین د خپلې دفاع لپاره هر حق لري او همدارنګه د روس په خاوره هر هغه عمل چې د روس جنګی ماشین پرې کمزوره کېږي د اوکراین د بریا کېسه ده."
بل پلو اوکراین د برتانیې له سترې دفاعي کمپنۍ سره د زیارت یا پنجشنې په ورځ د وسلو تړون لاسلیک کړی.
دغه تړون چې د وسلو پر جوړولو او ساتلو باندې تمرکز لري، د اوکراین د سټراټیژیکو صنعتونو او په کیېف کې د برتانوۍ کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شوی.
د تړون د لاسلیکولو چارې د ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي او د وسلو د برتانوۍ کمپنۍ د مشر چارلیس وډبرن لخوا کتل کېدې.
د ولسمشر د دفتر په وینا د اوکراین پوځ لا له مخکې څخه د برتانیې د دفاعي کمپنۍ له خوا جوړې یو شمېر وسلې، توپونه او جنګي موټرې کاروي.
زېلینسکي په خپلې ټولنیزې رسنۍ باندې لیکلي،
"هغه غوره وسلې چې دا مهال زمونږ له جنګیالیو سره د اوکراین په دفاع کې مرسته کوي باید په اوکراین کې جوړې شي. زمونږ د خپلو وسلو تولید تر ټولو مخکې لومړیتوب دی."
Forum