لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول او ډيزل نور ګران کړی شوي سخت غبرګون ورته ښودل شوی


پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بيعې بيا لوړې کړی شوي دي. يو ليټر پټرول 14روپۍ 91پېسې او ډيزل 18روپۍ 44پېسې ګران کړی شوي دي. د تېلو بيعو لوړېدو ته سخت غبرګون ښودل شوی او ځینو ویلي چې ګني د پټرولو بم غورځول شوی دی.

د پاکستان د خزانې وزارت د تېلو د نوو بيعو اعلاميه خپره کړې ده، ويل شوي "په نړيوال مارکيټ کې د بيعو سېوا کېدو او نرخونو د تبادلې له امله حکومت د تېلو د مصنوعاتو په قيمتونو کې د بدلون پرېکړه کړې ده او نوې بيعې به د لومړي ستمبر نه عملي وي".

د نوو بيعو ترمخه "يو ليټر پټرول 14.19روپۍ ګران کړی شوي او د يو ليټر پټرولو قيمت د 290.45 روپو نه 305.36 روپو ته رسېدلی دی".

دغه رنګ "ډیزل 18.44روپۍ ګران کړی شوي او يو ليټر ډيزلو نرخ د 293.40 روپو نه 311.84 روپو" ته سېوا شوی دی.

د تېلو تازه بيعو لوړېدو ته سخت غبرګون ویل شوی دی.

جرنلسټ حسن ايوب په اېکس [پخواني ټویټر] د تېلو د نوو بيعو خپرولو سره ویلي، "او د پټرولو بم وغورځول شو".

د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر اصف کرماني ويلي،

"روژو بخښلو له تللي، نمونځ يې په غاړه شو، د بجلۍ په سېوا بِلونو احتجاج روان دی دپاسه پرې د پټرول بم وچاودو".

اېم اظهر صديقي ويلي،

"د پټرولو بم او ناکامه سياست دان".

پاکستان کې له دې وړاندې په 16م اګست پټرول 17.50روپۍ او ډيزل 20 روپۍ ګران کړی شوي وو.

اقتصاد پوهان وايي، د تېلو ګرانېدو سره به د وړاندې څخه موجوده عامه ګراني نوره سېوا شي، او د ګرانۍ ټول بوج په عام ولس اچول کيږي.

نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د زیارت په ورځ جرنلسټانو سره په ليدنه کې ويلي، "د بجلۍ د بِلونو په معامله به ولس د ښېګړې ورکولو د اقداماتو زر اعلان وکړی شي".

هغه ويلي "ملک ته اقتصادي او امنیتي چېلنجونه ورپېښ دي" د حل لاره یې لټول کيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG