لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټول پاکستان کې نن د بجلۍ د زیاتو بېلونو پرضد کار بندیز او احتجاجونه روان دي


پېښور - په پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د زیاتو بېلونو خلاف نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ کار بندیز او احتجاجونه روان دي.

د جماعت اسلامي ګوند اؤ د تاجرانو تنظیمونو په غږ د نني کار بندیز په مهال د هیواد په ټولو سترو اؤ وړو ښارونو کې دوکانونه، مارکیټونه اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي اؤ په سړکونو ټریفک هم له معمول څخه کم لیدل کیږي.

د پاکستان په ځینو ښارونو کې وکیلانو هم دنني هړتال ملاتړ اعلان کړی اؤ عدالتونو ته نه دي وړاندې شوي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق دعوه کړې ده چې نن د کراچۍ نه تر چتراله 80 لکه دوکاندارانو د دوي په غوښتنه خپل کاروبارونه تړلي دي.

په ټولنیزو رسنیو خپل یو بیان کې هغه ویلي چې د دې کار بندیز مقصد د بجلۍ نرخونو کې کمی راوستل دي اؤ وایي دا د احتجاج وړومبی پړاؤ دی.

هغه ویلي د ګرانۍ پرضد مهم به یې تر هغې روان وي تر څو چې حکومت خپلې پرېکړې بېرته نه وي اخستې.

د خېبر پښتونخوا نه د وي او ای ډیوه د خبریالانو له مخې د صوبې په زیاتره برخو کې نن کاروبارونه تړل شوي خو په سر ښار پېښور کې بیا په ځینو بازارونو کې دوکانونه خلاص اؤ په ځینو کې تړل شوي وؤ.

په مردان، نوښار، چارسده، صوابۍ کوهاټ، کرک، لکي مروت اؤ د صوبې په یو شمیر نورو سیمو کې هم کاروباري مرکزونه تړل شوي اؤ خلک د بجلۍ د زیاتو بېلونو اؤ ګرانۍ پرضد احتجاجونه کوي.

د ملاکنډ ډويژن په سوات مینګوره، بریکوټ، خوازه خیله، بټ خیله، شانګله، بشام، الپورۍ، پورن، تیمرګره کې زیاتره کاروباري مارکیټونه اؤ بازارونه بند پراته دي اؤ خلک په سړکونو احتجاج ته راوتلي دي.

همدا شان د هزارې ډویژن په کوهستان، مانسهره، ایبټ اباد، بټګرام اؤ هریپور کې هم تاجرانو خپل کاروبارونه ودرولي اؤ کاروباري مارکیټونه یې تړلي دي.

په یادو ښارونو کې په سړکونو د ګاډو رش هم د معمول نه کم لیدل کیږي.

د ډیوه خبریالان وایي د صوبې په بیلابیلو سیمو کې خلک سړکونو ته راوتلي په سړکونو یې ټایرونو ته اورونه ورته کړي ، د واپدا، حکومت اؤ ګرانۍ پرضد یې شعارونه ورکړي اؤ د بجلۍ بېلونه یې سوځولي دي.

د دې ترڅنګ په کراچۍ، لاهور، کوټه، اسلام اباد اؤ یو شمیر نورو سترو ښارونو کې هم کار بندیز روان دی اؤ د احتجاج په توګه تاجران ، د جماعت اسلامي کارکنان اؤ د مدني ټولنې فعالین په سړکونو احتجاجونه کوي.

د تېرې اوونۍ راهسې په پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بیلونو پرضد احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده اؤ خلک د احتجاج په توګه د بجلۍ بېلونه سوځوي.

په سوشل میډیا داسې دعوې هم مخې ته راغلي دي چې ګنې پاکستاني میډيا ته وینا شوې ده چې د بجلۍ په اړه کیدونکي احتجاجونه به په واضحه توګه نه ښایي اؤ د خبرونو په وروستۍ برخه کې به ورته ډیر لږ ځای ورکوي خو دا نه دي ویل شوي چې دا وینا د چا لخوا شوې ده؟

د پاکستان وزیراعظم انوار الحق تېره ورځ ویلي وؤ هغه د ولس په احتجاجونو خبر دی خو وایي غواړي د بجلۍ دبیلونو ستونزه په داسې توګه هواره کړي چې د آی ایم ایف سره د شوي تړون سرغړونه هم و نه شي.

د پاکستان ټولو سياسي ګوندونو هم د بجلۍ او تېلو په نرخونو کې د ولسي رد عمل سره یووالی ښودلی دی او د بجلۍ په بېلونو کې یې په غېر معمولي اضافه اندېښنې ښکاره کړې دي.

کار پوهان وايي پاکستان دا مهال د آی ایم اېف پروګرام کې دی او د آی ایم اېف د شرطونو له مخې حکومت چاته هم په بجلۍ او پېټرلو رعایت نه شي ورکولی.

ماهرين زياتوي د بجلۍ او تېلو په نرخونو کې د اضافې له امله د هېواد برامدات هم په کمېدو دي او د شمارياتو وفاقي ادارې د شمېرو ترمخه د تېکسټاېل په برامداتو کې په مياشتني بنيادونو 11 فيصدى کمی رېکارډ کړی شوی دی او د روان مالي کال د جولایي په مهال د 1311 مېليونه ډالرو برامدات شوي دي چې د تېر مالي کال هم دې موده کې 1481 بېلونه ډالره وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG