پېښور- په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) پولیسو دعوه کړې ده چې د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د عملیاتو په مهال د ترهګرې ډلې داعش سره تړاؤ لرونکې 5 ښځینه ترهګرې نیولې دي.
د اتوار په ورځ سي ټي ډي په خپل یو بیان کې ویلي دغه ښځینه ترهګرې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې نیول شوي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو د ویاند په بیان کې ویل شوي په یادو مېرمنو کې درې د لاهور اؤ دوه د شیخو پوره سیمې څخه نیول شوي اؤ وایي د هغوي د ولکې څخه ممنوعه لټریچرې، وسلې اؤ موبایل فونونه هم ترلاسه شوي دي.
د سي ټي ډي په بیان کې د نیول شوؤ مېرمنو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې خو یوازې دومره ویل شوي دي چې دا پینځه واړه ښځې د داعش سره تړاؤ لري.
تر دې وړاندې په 25م اګست هم سي ټي ډي دعوه کړې وه چې د پنجاب د بیلابیلو سیمو نه یې د القاعده د مهمو غړو په ګډون اته ترهګر نیولي دي.
همدا شان په11م اګست سي ټي ډي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په مهال د 21 ترهګرو د نیولو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې نیول شوؤ کسانو کې 13 د داعش اؤ ټي ټي پي غړي هم شامل دي.
په پنجاب کې زیاتره مهال د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس د وسله والو ډلو داعش، القاعده اؤ ټي ټي پي د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو د دغو دعوؤ تصدیق بیا د ازادو سرچینو څخه نه کیږي اؤ نه هم یادې وسله والې ډلې د سي ټي ډي دغه رقم دعوؤ ته کوم غبرګون ښیي.
د زیات وخت راهسې د پنجاب په پولیسو داسې نیوکې هم کیږي چې اکثره عام مزدور کاره خلک یا په وړو جرمونو کې ککړ کسان ونیسي اؤ میډيا ته یې د ترهګرو په توګه معرفي کړي.
په پاکستان کې د تېر قابو یو کال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز تازه رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.
د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.
پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.
Forum