لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د انتخاباتو د ادارې کارکوونکو ته د مرګ ګواښونه کېږي، ځینې یې تور پر ټرمپ لګوي


په امریکا کې تر یو درځن زیاتو کسانو خلاف د انصاف ادارې یوې څانګې په دې تور مقدمې جوړې کړې دي چې وایي انتخابي کارکوونکو ته یې ګواښونه کړي، د دې اقدام مقصد پر هغو خلکو د تشدد او ګرافک ګواښونو مخنیوی دی چې رایې شمېري او خوندي کوي یې.

د امریکې د ریاستونو سیکرټریان او څېړونکي خبرداری ورکوي چې د انتخاباتو د دفترونو سرکاري ملازمینو ته حتی د ټاکنو تر منځ خاموشه موده کې هم پرله پسې ګواښونه کېږي.

ځینې د دغو ګواښونو تور پر مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه پر ملګرو لګوي، ځکه هغوی مسلسل او په "دروغو" دعوه کوي چې د 2020م کال په صدارتي ټاکنو کې درغلي شوې او د انتخابي کارکوونکو په اړه د دسیسو نظریې خپروي.

کارپوهان ویره لري چې کېدای شي د 2024l کال د صدراتي انتخاباتو پر مهال حالات لا پسې خراب شي او له فیډرل حکومته غواړي چې په هېواد کې د انتخاباتي کارکوونکو د خوندیتوب لپاره نور ګامونه واخلي.

له تېرو صدارتي ټاکنو وروسته د داسې ګواښونو تر پیلېدو وروسته د امریکې د انصاف وزارت په 2021م کال کې د انتخاباتو د ګواښونو ټاسک فورس یا کاري ځواک جوړ کړ، چې کار یې د انتخابي جرمونو په اړه پلټنه کول دي.

د دې ادارې مرستیال مشر جان کیلر اسوسیېټیډ پریس ته په مرکه کې ویلي، اداره یې هیله لري چې په داسې پېښو کې د لاس لرونکو کسانو خلاف ګامونه اخیستل به یې د نورو مخه ونیسي چې انتخابي کارکوونکو ته ګواښونه کوي:

"دا به داسې ساده او بې اهمیته نه ګڼل کېږي، فیډرل قاضیان او عدالت ناوړه چلند ته په ډېره سنجیدګۍ ګوري او سزا به یې له هغه سره برابره وي چې جرم یې څومره سنګین دی".

په دوو جلا مقدمو کې دوو نورو کسانو د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل جرم اعتراف کړی، چې په اریزونا او جورجیا ایالتونو کې یې د انتخاباتو د ادارې کارکوونکو ته ګواښونه کړي وو.

د امریکې اټارني جنرل یا لوی څارنوال مېریک ګارلېنډ وایي، د انصاف وزارت به یې پلټنو ته دوام ورکړي او زیاتوي چې "یو فعال جمهوریت دې ته اړتیا لري چې زموږ د انتخاباتو تر سره کوونکی سرکاري ملازم ژوند ته له خطر او ډار پرته خپل کار وکړي".

د امریکې د انصاف ادارې دغې څانګې انتخاباتي کارکوونکو ته د ګواښونو په تور د 14 کسانو خلاف مقدمې جوړې کړې دي چې په هغوی کې دوو کسانو ته د کلونو بند سزا اورول شوې ده.

په دغو سزا شویو کسانو کې یو د امریکې د ایوا ایالت اوسېدونکی مارک ریسي دی چې د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ په دې تور د دوه نیمو کلونو بند سزا ورته واورول شوه چې په اریزونا کې یې د انتخاباتو یو چارواکي ته وژلو پیغامونه لېږلي وو.

د دغو ګواښونو له کبله یو شمېر کسانو چې د امریکې په بېلابېلو ایالتونو کې یې د انتخاباتو په ادارو کې کار کاوه خپلې دندې پرېیښې دي. د ټاکنو د ادارې چارواکي وایي کارکوونکو ته یې په ټول هېواد کې په زرګونو ګواښونه شوي خو یواځې پر محدود شمېر کسانو مقدمې جوړې شوې دي.

په ځینو ایالتونو کې د انتخاباتو کارکوونکو ویلي، دوی نه شي کولی د راتلونکي کال تر صدارتي ټاکنو پورې پر خپلو دندو پاته شي. دې کسانو ویلي یوې خواته پرې سیاستوال بریدونه کوي او بلې خواته عامو خلک ورته ګواښونه کوي.

په ټوله امریکا کې د انتخاباتو چارواکو ویلي د انتخاباتو په ورځ د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره به له امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي او خپلو کارکوونکو ته یې د ډزو او شخړو پر مهال د حالاتو د کنټرولولو لپاره روزنه هم ورکړې ده.

دا د 1960 له لسیزې وروسته چې په انتخابي مرکزونو کې به وسلوالو افسرانو ډېری وخت تورپوستي امریکایان په انتخاباتو کې له ګډونه وېرول، لومړی ځل به وي چې د انتخابي کارکوونکو او رایې ورکونو د ډاډګیرنې لپاره به دا ډول اقدامات کیږي او هغه هم د امریکې غوندې هېواد کې چې د انتخاباتو اړوند تشدد پکې ډېر لږ کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG