د پاکستان د سېلګرۍ په سیمه ګلګت بلتستان کې چې د چین او هند سره ګډه پوله لري، د مخالفو مذهبي ډلو تر منځ د تاوتریخوالي وروسته، په سیمه کې دفعه 144 پر ځای کړل شوې ده اؤ ځایي حکومت په حالاتو د قابو موندلو لپاره د پوځ رابللو پرېکړه کړې ده.
د سیمې څخه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې دا مهال ګلګت بلتستان کې نیم پوځي ځواکونه د غیریقیني حالت سره د مقابلې لپاره ځای پر ځای شوي دي.
په تجویز کړل شوې اییني ترمیمي مسوده د مذهبي اؤ ټولنیزو مشرانو تر منځ دتاؤتریخوالي نه وروسته په ځېنو سیمو کې د هړتال په څېر صورتحال لیدل کیږي.
تېره ورځ د ګلګت بلتستان د وزیراعلا حاجي ګلبر خان په مشرۍ د پارلیماني امن کمیټۍ په غونډه کې د امنیت قابو کولو لپاره سیمې ته د پوځ رابللو پرېکړه شوې ده اؤ هم ویل شوي چې په سترو ښارونو کې به د رینجرز، ګلګت بلتستان سکاوټس اؤ ایف سي ځواکونه ځای په ځای کولی شي.
د ګلګت بلتستان د اطلاعاتو محکمې لخوا په خپره کړل شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په غونډه کې په سیمه کې دامن د ټینګښت لپاره سیمې ته د پوځ وربللو پرېکړه شوې ده اؤ هم ویل شوي چې په سیاسي جلسو کې څوک د چا د عقیدو یا مقدسو هستیو سپکاوی کوي د هغوي پرضد به قانوني ګامونه اخستل کیږي.
اعلامیه کې ویل شوي چې حکومت به دامنیت د ټینګښت اؤ په هر رقم حالاتو کې د سېلګرۍ دفعالیتونو د دوام لپاره ټول ګامونه اخلي
دې لړ کې د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو محکمې په سمدستي توګه په غیر قانوني غونډو اؤ سړکونو تړلو 144 پځای کړې اؤ ویلي یې دي چې د یادې دفعې څخه د سرغړونکو پرضد به سخته کارروایي کولی شي.
د ګلګت بلتستان د پخواني وزيراعلي حافظ حفيظ الرحمان دپخواني وياند فيض الله فراق په وينا، تر دې مهاله حالات ارامه دي، خو د مذهبي مشرانو او اکابرینو له خوا د یو بل پر ضد د کرکجنو بيانونو او تورونو له امله بې باوري موجوده ده.
د سکردو سره تړاو لرونکي يو سينير خبريال رجب قمر وي او ای اردو ته ویلي ، د شيعه مشرانو په غوښتنه د ګلګت بلتستان په دويم مهم ښار اسکردو کې د خالي په ورځ بشپړ هړتال شوی چې په نتيجه کې يې ورځنۍ چارې سختې اغېزمنې شوې دي.
حکومت د سې شنبې په ورځ په ګلګت، سکردو او چلاس کې د سکاؤټس او رېنجرز ځواکونه ځای پر ځای کړي دي چې د هرې پېښې سره مقابله وکړي.
د ګلګت سينير خبريال او د ځايي ورځپاڼې پناه ايډيټر فهيم اختر وایس اف امريکه ته په مختلفو سيمو کې د نيم پوځي ځواکونو د ګمارل کیدو پخلی کړی دی.
د رجب قمر، فيض الله فراق او فهيم اختر په وينا د فرقه ييزه تاو تريخوالي او غير يقيني صورتحال باوجود د ګلګت بلتستان په کومه سيمه کې د خالي په ورځ کومه بده پېښه نه ده رامنځته شوې خو وایي په سيمه کې حالات ترينګلي دي.
فهیم اختر امریکا غږ ته وویل چې په ښار کې باقاعده هړتال نشته خو د هړتال په څیر حالت دی. د اکثرو دوکانونو او سوداګریزو مرکزونو د تړل کېدو له امله په خلکو کې سخته وېره خوره ده.
سينير خبريال رجب قمر وايي د ګلګت بلتستان دويم ستر ښار او سياحتي مرکز اسکردو کې هم بشپړ هړتال دی.
برتانیې او امریکا پخپلو جلا جلا بیانونو کې پخپلو وګړو غږ کړی دی چې ګلګت بلتستان ته د ورتګ نه ډډه وکړي.
ياده دې وي چې د اګست په مياشت کې په ګلګت بلتستان کې د مذهبي ډلو ترمينځ اختلافات په قومي اسمبلۍ کې د صحابه کرامو دسپکاوي په اړه دترمیمي قانوني مسودې وړاندې کولو نه وروسته پيل شوي دي.
دشيعه عالم آغا باقر الحسيني لخوا ددغه ترمیمي مسودې په ځېنو مادو دتحفظاتو ښودلو له امله نه يوازې د سني مکتب د علماو له خوا په هغه سختې نيوکې وشوې، بلکې په چلاس، دیامير او ګلګت کې احتجاجي مظاهرې اؤ دهغه دنیولو غوښتنې هم وشوې چې دهغې نه وروسته د ګلګت بلتستان حکومت دهغه پرضد د مذهب د سپکاوي دقانون لاندې مقدمه درج کړې وه.
د دې په غبرګون کې په سکردو او شاوخوا سیمو کې شیعه ګانو مظاهرې پیل کړې او د سني مکتب د علماؤ پر ضد یې د مذهب د سپکاوي د قانون له مخې د مقدمو د درج کولو غوښتنې وکړې.
رجب قمر وویل چې یوه ورځ وړاندې د ګلګت پولیسو د قاضي نثار احمد اؤ روندو سره د تړاؤ لرونکي شیخ شرافت خلاف هم د مذهب د سپکاوي دقانون لاندې مقدمې درج کړې دي.
د ګلګت بلتستان د حالاتو په اړه د حکومتي چارواکو دنظر اخستو پرله پسې هڅې وشوې خو دغه هڅې کامیابې نه شوې .
د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دعو کړې وه چې د سیمې وضعیت ارامه دی.
یادونه:- په رپورټ کې زیاتره مواد د وي او ای اردو نه اخستل شوي دي.
Forum