لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د محدودیتونو او پابندیو نه تښتېدلې پېنځه افغانې ښځې فرانس ته ورسېدلې


د پاکستان نه د پېرس شارل دوګول ائیرپورټ ته رسېدلې افغانې مېرمنې
د پاکستان نه د پېرس شارل دوګول ائیرپورټ ته رسېدلې افغانې مېرمنې

د فرانس چارواکي وایي، پېنځه تنانې هغه افغانې مېرمنې چې د طالبانو له وېرې یې څو څو ځله فرانس ته د تللو درخواست کړی و، د ګل/دوشنبې په ورځ هغه ملک ته ورسېدلې. د فرانس حکومت فیصله کړې چې د انساني همدردۍ په بنیاد داسې یوه لاره فراهمه کړي چې د طالبانو د پابندیو د لاسه په تنګ راغلې افغانې مېرمنې د افغانستان نه بهر وتلی شي.

طالبان د 2021 کال د اګسټ په میاشت کې واک اختیار ته د بیا رسېدو وروستو، په ښځو جېنکو سختې پابندۍ او محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو د قبضې لاندې افغانستان کې ښځې جېنکۍ د سکول د شپږم جماعت نه پس تعلیم نشي کولی، په اکثرو ادارو کې کار نشي کولی، سفر کولو باندې یې محدودیتونه دي، پارکونو او د سېل ځایونو ته یې هم په تګ باندې پابندي لګېدلې ده.

د دې ترڅنګ، طالبانو افغانې ښځې د ملګرو ملتونو په شمول غیرسرکاري تنظیمونو کې هم د کار کولو نه منعه کړي او د سرکاري ادارو زرګونه زنانه کارکوونکې یې هم په کورونو کې اېسارې کړي دي.

او همدا وجه ده چې ځیني افغانې ښځې خپل وطن پرېږدي او نورو ملکونو کې پناه اخېستو ته مجبوره کیږي.

فرانس کې د مهاجرت د ادارې مشر ددیې لیشي ویلي دي چې د یو صدارتي حکم په اساس، هغو ښځو ته خاصه توجو کیږي کوم چې د افغانستان په معاشره کې یې د اهم حیثیت/کردار او یا مغرب سره د رابطو د وجې، د طالبانو خطر ورته پېښ وي.

لیشي وویل: "نن ورځ رارسېدونکې دغه پېنځه ښځې، د همغو کسانو له ډلې دي."

په دغو کې یوه یې د پوهنتون پخوانۍ مشره، بله یې د یوې غیردولتي ادارې (اېن جي او) پخوانی کنسلټېنټه، درېیمه یې د ټي وي د پروګرامونو چلوونکې، او یوه هم کابل کې د یو خفیه سکول استاذه ده. فرانس ته د رسېدلې یوې مېرمنې سره یې د هغې درې اولادونه هم موجود دي.

د 2021 کال په اګسټ کې چې طالبانو په کابل قبضه ولګوله، په زرهاوو کسان د امریکاییانو په جهازونو کې د کابل نه بهر ملکونو ته ولاړل، مګر دغو پېنځو ښځو ته هغه وخت بهر ته د تګ چانس برابر نشو. نو هغوی له افغانستانه پاکستان ته وتښتېدلې او هلته یې عارضي پناه حاصله کړه.

د فرانس د مهاجرت ادارې د مشر په وینا، د فرانس حکامو وروستو له پاکستان څخه د دغو افغانو ښځو د وېستلو انتظامات برابر کړل.

فرانس ته د رسېدو وروستو به اوس دغه پېنځه تنانې د پناه غوښتونکو په حیث رېجسټر شي، او د لیشي په وینا، تر څو چې د دوی د پناه اخېستو درخواست منظوره کیږي، کولی شي په فرانس کې ژوند وکړي.

د طالبانو د واک لاندې کابل کې ځینو ښځو څو څو ځله د خپلو حقونو دپاره مظاهرې کړي، مګر طالبانو ټکولي او یو شمېر یې بندیوانې کړي دي
د طالبانو د واک لاندې کابل کې ځینو ښځو څو څو ځله د خپلو حقونو دپاره مظاهرې کړي، مګر طالبانو ټکولي او یو شمېر یې بندیوانې کړي دي

د ویزې په حاصلولو کې ستونزې

د فرانس چارواکي وایي، دوی خیال لري چې دغسې نورې افغانې ښځې هم فرانس ته منتقلې کړي.

ډېلفین رولېټ، په فرانس کې د ټېرا ډیلزیلا په نوم د یوې اېن جي او مشره ده چې اداره یې د پناه غوښتونکو دپاره کار کوي. هغې وویل چې فرانس ته د دغو ښځو راوستل "د کومې سیاسي فیصلې نتیجه نه ده"، بلکې هغو د دې ملک د ویزې حاصلولو دپاره "ډېرې سختې وګاللې."

فرانس ته رسېدلې دغه افغانې ښځې به اول د ښځو په یو مرکز کې دېره شي، کوم چې د ډېلفېن رولېټ د تنظیم ترلاندې چلیږي. دغه تنظیم د څو میاشتو راهېسي فرانس ته د دغسې افغانو ښځو د راوستلو دپاره کار کوي کوم چې د یادو پېنځو مېرمنو غوندې مشکلاتو سره مخ وي.

رولېټ وایي دغسې په سلهاوو افغانې ښځې دا وخت په پاکستان کې پټې دي.

د فرانس صدر اېمېنویل مېکرون په 2021 کال کې، وړاندې له دې چې طالبان په کابل قبضه ولګوي، وعده کړې وه چې فرانس به د افغانو ترڅنګ اودرېږي.

د فرانس چارواکي وايي د هغه وخت نه تر اوسه پورې قریب شپاړس زره (16000) تنان له افغانستان څخه رااېستلی شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG