په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې دولتي کمیشن ویلي تېره میاشت دغه کمیشن سره د74 نورو کسانو د لادرکۍ پېښې ثبت شوي اؤ د 7 لادرکه کسانو مړي موندل شوي دي.
د لادرکه کسانو دموندنې کمیشن د اګست دمیاشتې خپل رپورټ جاري کړی چې دهغې له مخې 67 لادرکه کسان تېره میاشت خپلو کورونو ته ستانه شوي دي اؤ د 78 لادرکه کسانو درک لګول شوی دی.
دغه کمشن وایي تر اوسه ورسره ټولې 9 اؤ 967 دخلکو د لادرکۍ پېښې ثبت شوې دي.
ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې یاد کمیشن د جولایي دمیاشتې پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې سږکال ورسره د جنورۍ دمیاشتې نه تر جون پورې د جبري لادرکیو 533 نوې پېښې ثبت شوې دي.
کمیشن پخپل رپورټ کې ویلي چې تېره میاشت د لادرکه کسانو څخه یو تن په اصلاحي یا دبحالۍ مرکز کې موندل شوی دی اؤ درې تنه نور په زندانونو کې معلوم شوې دي.
د لادرکه کسانو دموندنې د کمیشن شمیري ښيي چې سږکال د مارچ په میاشت کې دپاکستان دننه تر ټولو زیاتې د لادرکۍ پېښې ثبت شوې دي چې شمیره یې 141 وه.
دکمیشن د شمیرو له مخې په جنورۍ کې 91، فرورۍ کې 99، اپریل کې 91، مئ 82 اؤ جون کې 29 د لادرکیو پېښې ثبت شوې دي.
کمیشن دعوه کوي چې دخپل جوړښت نه راپدیخوا یې د لادرکیو 7439 قضیې فیصله کړې دي.
پاکستان کې د اوږدې مودې نه په جبر د خلکو د بې درکه کولو لړۍ دوامداره ده اؤ وخت په وخت دپاکستان دننه د جبري درکیو پرضد احتجاجونه هم کیږي خو د بې درکه کسانو کورنۍ وایي چې د دوي فریاد ته هیڅوک غوږ نه نیسي.
په 30م اګست د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل په پاکستان غږ کړی ؤ چې باید د جبري درکیو، په پټه او خپلسرې توګه د خلکو د نیولو عمل پای ته ورسوي.
په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) ایمنیسټي ویلي وؤ "(پاکستاني) چارواکي باید سمدستي او بې له شرطه د جبري لادرکه کسانو کورنیو ته د هغوی ځای ښکاره کړي چې چېرې دي"
په بلوچستان کې د لادرکه بلوچانو د حقونو لپاره کاروکونکی غیرسرکاري تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز دعوه کوي چې په دغه صوبه کې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې تر 8000 زیات کسان ورک دي چې وایي د پاکستان امنیتي ادارو وړي او ډېر یې وژلي دي، خو امنیتي ادارو دا تورونه بیا بیا په کلکه رد کړي دي.
د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکی ولسي تحریک پښتون تحفظ موومنټ هم دعوه کوي چې په سیمه کې د ترهګرۍ په نامه د "مشکوکې جګړې" په وخت په زرګونو کسان بې درکه کړی شوي چې وایي ښځې هم پکې شاملې دي. دې تنظیم تر اوسه د دغو بې درکه خلکو څه کره شمېر نه دی خپور کړی.
د پاکستان مرکزي حکومت د 2022م په اکتوبر کې په قومي اسمبلۍ کې یوه قانوني مسوده منظوره کړه چې له مخې یې په هېواد کې په زوره د خلکو لادرکه کول د قانون د لارې جرم وګرځول شو.
په پاکستان کې د لادرکه کسانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي غیرسرکاري تنظيمونه وايي په جبري توګه د خلکو د لادرکه کولو لړۍ به تر هغه وخته تم نه شي چې تر څو حکومت د پاليسۍ په کچه ګامونه نه وي پورته کړي.
Forum