لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پوليس وايي د احمديانو په عبادتخانه درې تنه بریدکوونکي یې نيولي دي


د کراچۍ پوليس ویلي، "د احمديانو په عبادتخانه موجودو پوليسو اهلکارو باندې د 15 نه 20 پورې کسانو حمله کړې، خو د حمله کوونکو پرضد سمدستي ګام پورته کړی شوی او د دوی مخه نيول شوې ده.

پولیس وایي په بریدکوونکو کې درې کسان نيول شوي دي". خو احمدي ټولنې ويلي، "په عبادتخانه یې بريد شوی، منارې یې ماتې کړی شوې دي او نور تاوان ورته اړول شوی دی".

ياده پېښه پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د کراچۍ په صدر علاقه کې شوې وه. دا په پاکستان کې په یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د مذهبي لږکیو پر عبادتخانو بریدونه کېږي.

احمدي ټولنې ويلي، "ګڼو قهرجنو کسانو په احمديه هال برید کړی منارې یې ماتې کړي نور تاوان یې اړولی او په بې ګناه احمديانو یې تشدد کړی دی".

په ټولنيزو رسنیو د احمديه هال ويډيوز خپرې شوي، چې ورکې ليدل کيږي څو کسان د احمديه هال منارې ماتوي.

د احمدي ټولنې ویاند عامر محمود وي او اې ډيوه ته ويلي، "په کراچۍ کې دغه پېښه د پنجاب په جړانواله ښار کې د پېښو دوه اوونۍ وروسته شوې ده"، نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي وو، "په داسې حالاتو کې به رياست د مظلوم سره ولاړ وي خو رياست چرته دی؟".

هغه ویلي، دغه عبادتخانه چې پرون پرې بريد شوی د روان کال فرورۍ په مياشت کې پرې هم بريد شوی وو، مقدمه درج شوې خو "په بريد کې تورن کسان نه وو نيول شوي که هغه وخت کلک ګام پورته کړی شوی وای نن به دا حمله نه کېده".

د کراچۍ مېر مرتضا وهاب ويلي، "پرونۍ پېښه کې درې کسان نيول شوي او پرضد یې مقدمه درج کړی شوې ده".

خو د احمدي ټولنې وياند سليم الدين، مرتضا وهاب ته په ځواب کې ویلي، "مقدمه درج شوې کسان نيول شوي د پوليس زمه واري ختمه شوې نه ده بلکې په پلټنو کې دې منصوبه ساز ونيول شي".

په 16م اګست د پنجاب په جړانواله سیمه کې ګڼ شمېر قهرجنو مسلمانانو د عیسایانو کلیساګانې او کورونه سوځولي وو. د پاکستان په ګډون په نړېواله کچه دغو پېښو ته سخت غبرګون ویل شوی وو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جړانواله په پېښو افسوس ښکاره کړی او ویلي يې وو، د ریاست نه به راتلونکي کې داسې پېښې مخې ته رانشي.

سږکال د مې په میاشت کې په نړیواله کچه مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د حکومت ادارې یونايټډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل ريليجيس فريډم، یو اېس سي آی آر اېف، په خپل کلني رپورټ کې ویلي وو په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات مخ په خرابېدو دي او د احمدي ټولنې، عیسايي، هندو او سيک ټولنې غړي ځانونه په پاکستان کې غېر محفوظ ګڼي.

دغه رپورټ ته پاکستان کوم غبرګون نه وو ښودلی خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې لږکیو ته هیواد کې ټول حقونه او د سر و مال تحفظ ترلاسه دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG