لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د G20 غونډې ته صدر بایډن ځي خو د چین او روس ولسمشران پکې ګډون نه کوي


د امریکې د ولسمشر جو بایډن په ګډون د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشران په هندوستان کې د سترو اقتصادي قوتونو د نړیوال تنظیم G20 په غونډه کې ګډون کوي، خو د روس او چین ولسمشران دې غونډې ته نه ورځي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي، صدر جو بایډن له داسې سترو هدفونو او لوړو هیلو سره د G20 هېوادونو سرمشریزې ته ورځي چې د 20 مخکښو شتمنو او پرمختللو هیوادونو تنظیم به پر مهمو نړیوالو مسئلو ګډ کار وکړي.

دې سرمشریزې ته د ښاغلي بایډن د ورتګ اعلان په داسې وخت شوی چې تر دې یوه ورځ مخکې یې د ژوند ملګرې او د امریکا لومړۍ مېرمن جيل بایډن ته کورونا وایرس ور پورې شوی او د ده د روغتیا په اړه یې هم شکونه را پورته کړي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرین جیان پېر وویل، "هغه [د کورونا] نخښې نه لري" او زیاتوي چې د نهې- سه شنبې په ورځ د هغه د طبي معایناتو نتیجه منفي وه او وايي بیا به یې هم ټیسټ کېږي خو دا یې ونه ویل چې که هند ته د پنجشنبې- زیارت په ورځ تر تګ مخکې کورونا ور پورې شوې وه نو بیا به یې پلان څه وي.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوین وایي، انتظامیه به یې د هند په غونډه کې موسمي بدلون، د پورونو بیا جوړښت او په اوکراین کې د جګړې په څېر مسئلو ته پاملرنه کوي:

"هیله لرو د G20 دا سرمشریزه به وښيي چې د نړۍ لوی اقتصادونه په چېلنجونو کې هم ګډ کار کولای شي، موږ نوي ډیلي ته ځو او زموږ پام به پرمختلونکو هیوادونو ته ګټه رسول او د امریکې د خلکو لپاره له موسمي بدلونه تر ټیکنالوجۍ پورې د بنیادي لومړیتوبونو په برخه کې پرمختګ وي".

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر وایي، د جي ټوینټي هېوادونو په غونډه کې د روس او چین د ولسمشرانو د ګډون نه کولو پرېکړه له هند سره هیڅ کار نه لري.

د هند له اې این ای خبري ایجنسۍ سره د شورو- چارشنبې په ورځ په مرکه کې ښاغلي شنکر ویلي، چې په د ستمبر د نهمې او لسمې په سرمشریزه کې د چین د صدر شي جینپینګ او د روس د صدر ولادیمیر پوټین د نه ګډون پرېکړه کوم غیرمعمولي اقدام نه دی:

"زه فکر کوم هغوی چې هره فیصله کوي په دې باندې دوی په خپله ښه پوهېږي، د نه راتګ وجه یې چې هر څه وي خو د دغو هېوادونو په استازیتوب چې څوک ګډون کوي دا د هغوی عکاسي کوي".

د جې شنکر په وینا د G20 هېوادونو مشران په دې اړه مذاکرات کوي چې په دې غونډه کې پر مسایلو باندې کوم حتمي تړون ته سره ورسېږي.

که څه هم دې غونډې ته د چین او روس ولسمشران نه ورځي، خو د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورو او د چین وزیراعظم لي چیانګ به پکې د خپلو هېوادونو له پلاویو سره ګډون کوي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د امریکې، برتانیې، فرانس، جرمني، کېنېډا او اسټرېلیا په ګډون په دې ستر اقتصادي تنظیم کې د شاملو هېوادونو مشران برخه اخلي او پر بېلابېلو مسایلو به خبرې کوي.

د صدر پوټین او صدر شي جینپینګ نه ګډون به د غونډې پر ګډه اعلامیه څه اغېز ولري، جې شنکر د دې پوښتنې په جواب کې وویل، دوی لا تر اوسه په مذاکراتو اخته دي او له دې غونډې ډېرې هیلې لري.

ښاغلي جې شنکر وایي د کورونا وبا د اغېزو، موسمي بدلون، شخړو، سیاست او نړیوالو پورونو غوندې مسایلو په شته والي کې هندوستان له بېخي ستونځمنې نړۍ سره د کار کولو چېلنج ور له غاړې دی.

د اوکراین او روس د جګړې په اړه هم د G20 هېوادونو رایې سره وېشلې دي. روس او چین وایي په اوکراین کې د روانې جګړې ذمه واري پر ماسکو نه شي اچول کېدای.

خو امریکا، فرانس، برتانیا، کېنېډا او نورو لوېدیځ هېوادونه نه یواځې پر اوکراین د روس د یرغل غندنه کوي، بلکې له دې هېواد سره د خپلې دفاع لپاره پرله پسې پوځي مرستې کوي.

د نړۍ په درو کې دوې برخې ابادي د G20 په غړو هېوادونو کې ده او دغه هېوادونه د نړۍ د جي ډي پي یعنې مجموعي پیداوار 85 فیصده برخه جوړوي او په نړیوال تجارت کې د دغو هېوادونو برخه 75 فیصده ده.

د رویټرز د خبر له مخې له څواړخیزو ادارو څخه د پورونو اخیستل، د پورونو په نړیوال نظام کې اصلاحات، د کرپټو کرنسۍ لپاره اصول ټاکل او د جغرافیایي او سیاسي شخړو له کبله ناڅرګند حالت د G20 په ایجنډا کې شامل دي.

یادونه:- په دې رپوټ کې د رویټرز او د وي او اې د واټ هاوس د خبریالې انیتا پاول معلومات کارول شوي‌ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG