لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي عملیاتو کې یې څلور ترهګر وژلي دي


پېښور - په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس (سي ټي ډي) وایي د کوټې په کلیواله سیمه اغبرګ کې یې له ترهګرو سره د یوې نښتې پر مهال څلور وسله وال وژلي دي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د سي ټي ډي ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د یوې ناچله ګرځول شوې وسله والې ډلې سره دی اؤ هغوي په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ هدفي وژنو کې ککړ وؤ.

د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو په بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو نوره پېژندګلو نه ده روښانه کړل شوې .

سي ټي ډي دعوه کړې ده چې دغه ترهګر په کوم کور کې پاتې کیدل د هغې نه خودکش جیکټ، پینځه لاسي بمونه، چاودیدونکي مواد او نور ممنوعه شیان هم ترلاسه کړل شوي دي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ هم په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې وه چې په بیلابیلو عملیاتو کې یې 12 ترهګر وژلي دي.

د سپتمبر د میاشتې په وړومبۍ نیټه سي ټي ډي ویلي وؤ، د پټو مالوماتو پر اساس یې د بلوچستان په واشک بسيمه سيمه کې عملیات کړي اؤ 5 وسلوال یې وژلي دي.

د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې وه چې په سر ښار کوټه کې یې هم د پټو مالوماتو پر اساس په ترسره شوؤ عملياتو کې درې وسلوال وژلي دي چې تعلق یې له د وسله والې ډلې داعش سرہ ؤ.

تر هغې وړاندې سي ټي ډي تېره اوونۍ د سه شنبی او چهار شنبې په منځنۍ شپه د بلوچستان د پشين ضلعې په سرخاب سيمه کې هم د پټو مالوماتو پر اساس عملياتو کې د 4 وسلوالو د وژلو دعوہ کړې وه اؤ ویلي یې وؤ ددغو وژل شوؤ وسلوالو تعلق تحریک طالبان پاکستان سرہ ؤ۔

د بلوچستان په پشتون ميشته سيمو کې زياتره وخت تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان، تحريک جهاد پاکستان د پېښو ذمه واري اخلي خو په بلوڅ مېشتو سيمو کي بيا بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلي پر پاکستاني عسکرو د بريدونو پړه پر غاړه اخلي.

په بلوچستان کې د نا امنۍ په اړه د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې ویلي وؤ، په بلوچستان کې د نا امنۍ حالات قابو کول به د دوی لمړی هدف وي، هغه د امنیت خوندي ساتلو لپاره د ايالتي حکومت او د قانون پلي کوونکو ادارو ستاينه هم کړې وه.

په پاکستان کې د ترهګرۍ پر پېښو نظر ساتونکې اداره پاکستان پي ای سي ايس ايس په خپل شپږ مياشتني رپورټ کې ويلي چې په بلوچستان کې د روان کال 2023 کې په لومړیو شپږو مياشتو کې ترهګریزو بریدونو کې زياتوالی راغلی دی.

رپورټ زياتوي چې د 2023م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ترهګرۍ 75پېښو کې 100 تنه وژل شوي او 175 ټپان شوي دي.

خو بل لوري ته روان کال يواځي د جولايي او اګست په دوو مياشتو کې د ترهګری شاوخوا دېرش لویې او وړې پېښې شوي چې په کې شاوخوا 45 امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، 24 وسلوال او 13 ولسي وګړي هم پکې وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG