واشنګټن – د نزیلا معروفیان په نامه هغې خبریالې چې د مهسا امیني له پلار سره یې مرکه کړې وه ویلي، چې د پولیسو لخوا په وروستي ځل نیول کېدو کې هغه په جنسي توګه ځورول شوې ده او اوس یې په زندان کې د نه خوړلو اعتصاب کړی.
هغې دغه خبره په هغه غږیز پیغام کې کړې ده چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ګڼو فارسي ژبو رسنیو او بشري ډلو لخوا خپور شوی دی.
۲۳ کلنه نزیلا معروفیان څو ځله وروسته له هاغې د ایراني چارواکو لخوا په نخښه شوې چې د امجد امیني سره یې مرکه چاپ شوه.
امجد امیني د مهسا امیني پلار دی چې لور یې مهسا د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ نېټه له پولیسو سره مړه شوې وه او په غبرګون کې یې په ټول هېواد کې لاریونونه راوپارېدل.
د بشري حقونو ډلو ایراني چارواکي په دې تورن کړي دي چې د امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت د نویو لاریونونو د مخنیوي لپاره یې ډېر سخت ګامونه پورته کړي دي.
د بشري حقونو ډلې وایي، چې معروفیان په دې وروستیو میاشتو کې تر اوسه پورې څلور ځله د پولیسو لخوا نیول شوې ده.
وروستی ځل هغه د اګسټ په ۳۰ نېټه په تهران کې ونیول شوه.
هغې د تهران د اېوین زندان څخه په یو غږیز پیغام کې ویلي، "زه په جنسي توګه داسې وځورول شوم چې زه په تر ټولو خراب حالت کې وم."
د هغې دغه پیغام په نړیوالو رسنیو لکه راډیو فردا او د بشري حقونو ادارو لخوا خپور شوی دی.
معروفیان د ایران په لویدیځ کې د اکثرو کردي مېشتو له ښار څخه ده چې مهسا امیني هم پکې اوسېدله.
هغې ویلي، چې د پولیسو په سټېشنونو او ټولو زندانونو کې له ښځو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي پرضد یې د نه خوړلو اعتصاب کړی.
"دا اعتصاب زما لپاره بلکه د ټولو هغو مېرمنو لپاره دی چې په ایران کې له خرابو حالاتو سره مخ دي."
داسې ښکاري چې دغه غږیز پیغام هغه وخت ثبت شوی چې هغې له خپلې کورنۍ سره په ټیلیفون باندې خبرې کولې.
هغې همدارنګه د بدن د تور شوي پوستکي انځورونه هم شریک کړي چې د جنسي ځورونې پر وخت یې پر بدن پاتې شوي.
د دې اونۍ په سر کې راپورونو ویلي وو چې هغه د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پروپاګنډې د خپرولو په تور د یو کال بند په سزا محکومه شوې ده.
معروفیان تر دې مخکې ځل له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته خپل داسې انځورونه خپاره کړي وو چې د ایران د حجاب له قانون څخه پکې سرغړونه شوې وه.
مهسا امیني هم په همدې تور نیول شوې وه. ایراني چارواکو ویل چې هغه په زندان کې د روغتیايي ستونزو له امله مړه شوې خو له معروفیان سره د هغې پلار امجد امیني په ایراني چارواکو باندې تور پورې کړی وو چې د هغه لور د مړینې د سبب په اړه دروغ وايي.
ایران د امیني د مړینې د خبر د خپرولو په ځواب کې سخت غبرګونونه خپاره کړي.
هغه دوه ښځینه خبریالانې چې د مهسا امیني کیسه یې له نړۍ سره شریکه کړې ده په اېون زندان کې د یو کال څخه د زیاتې وخت راهیسې بندیانې دي.
نیلوفر حمیدي د ایران شرق ورځپاڼې ته له هغه روغتون څخه راپورونه ورکول چې مهسا امیني پکې درې ورځې په کوما کې وه چې بیا هلته مړه شوه.
دوهمه خبریاله الاهه محمدي چې له هم میهن ورځپاڼې سره یې کار کاوه او د مهسا امیني د جنازې د مراسمو راپور یې ورکړی و هم بندي ده.
دواړه له ملي امنیت څخه د سرغړونې له تورونو سره مخ دي چې هغوی یې ردوي.
Forum