د پېښور پوهنتون ملازمين وايي که ورته معاشونه زيات نه کړل شي د يولسم سېپټمبر نه وروستو د صوبې په کچه کاربندېز پيلوي
د پښتونخوا د ټولو زوړ او تاريخي پېښور پوهنتون استاذان او نوره عمله وايي دوی ته حکومت د تېرو مياشتو معاشونه ورکړي خو دا د تېرو دوه نيم کلونو په زوړ حساب دي. وايي دوی ته په تنخوا کې هيڅ کومه اضافه نه ده ورکړل شوې. د کاربندېز د دړکې ترڅنګ دا ملازمين وايي په دې اړه د صوبايي حکومت او هاير ايجوکيشن د چارواکو سره په رابطه کې دي. تفصيل د مدثر شاه او هاشم علي په رپوټ کې