د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله نن په درېیمه ورځ هم تړلې پرته ده. په شپږم ستمبر په تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو وروسته پوله تړل شوې وه. د دواړو هيوادونو سوداګرو "کلکه غوښتنه کړې په بندرونو دې د امنيتي ستونزونو او خنډونو جوړېدو مخنيوي وشي".
د تورخم اسسټنټ کمیشنر ارشاد مومند نن د جمعې په ورځ وي او اې ډيوه ته وویل، "پوله تړلې پرته ده".
هغه د نور څه ويلو ډډه کړې او دومره یې ويلي د کورنيو چارو یا دفاع وزارت نه دې په دغه اړه نور معلومات ترلاسه کړی شي.
وي او اې ډيوه د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي نه په وټس اېپ د تورخم د پولې په حواله پوښتنه کړې، هغه پېغام کتلی خو ځواب یې نه دی ویلی.
وي او اې ډيوه په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته هم پېغام استولی او هغوی هم کوم ځواب نه دی کړی.
خو طلوع نيوز د طالبانو د ویاند ذبيح الله مجاهد له قوله ویلي، "د چارشنبې په ورځ د تورخم په پوله ډزو کې يې يو عسکر وژل شوی او دوه ژوبل شوي وو".
هغه ويلي، د پاکستان نه غوښتنه کوي چې ستونزې د خبرو د لارې هوارې شي.
پاکستان په رسمي ډول د تورخم په حواله تراوسه څه نه دي ویلي. طالبانو ويلي په پوله د پوستې جوړولو په مهال پرې لومړی پاکستاني ځواکونو ډزې کړي خو پاکستانيو رسنیو د چارواکو له قوله ویلي ډزې اول طالبانو کړې وې.
د پولې تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په لويه شمېره کې عام خلک او د مالونو ډک او تش ګاډي ايسار شوي دي. په پوله پاکستان ته لوري ته ايسار شوو کسانو کې د ځينو سره جسدونه هم دي.
د کابل سره تعلق لرونکي د امېد په نوم يو تن ويلي، ترور یې په پېښور کې مړه شوې د دوه ورځو څخه یې په پېښورک ې جسد اېښودی چې د تورخم لاره به خلاصه شي خو تېره شپه دوی بيا د غلام په لاره جسد روان کړی او تللي دي.
د تورخم پولې تړل کېدو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق [افغانستان چېمبر اف کامرس اېنډ انوېسمنټ] او د افغانستان او پآکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د دواړو هیوادونو د مشرانو څخه "په کلکه غوښتنه کړې، چې په ترانزیت او سوداګرۍ کې خنډونه ایجاد نکړل شي او همدارنګه کوښښ وشي ترڅو په بندرونو کې امنیتي ستونزې واقع نشي او یا هم سوداګرۍ ته په زیان تمامی نشي".
د افغانستان اتاق ويلي، د روانې میاشتې د لومړۍ نیټې څخه "د پاکستان د کراچۍ ګمرک (پرته د خوراکي توکو) د ټولو موادو ترانزیتي تصفیه نه ترسره کوي چې له امله یی په سلګونو افغان ترانزیتي کانتینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتی دي او افغان سوداګر مجبور دي چې د هرې ورځې په بدل کې بحري شرکت ته د کانتینر جرمانه (دیتنشن) او بندر مسولینو ته د بندر کرایه (دیمبرج) ورکړي چې دا کار د دواړو خواوو خصوصي سکتور په زیان تمامیږي".
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، دوی تل د دواړو هيوادونو حکومتونو او مشرانو ته خواستونه کړي چې لارې او تجارت دې د سياستونو لرې وساتل شي ځکه د لارو بندېدو له امله سوداګرۍ ته غټ تاوان اوړي او بدې اغېزې یې د دواړو ملکونو په اقتصاد پرېووځي.
Forum