لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي همکارۍ تنظیم پلاوي پر طالبانو ټینګار کړی چې ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم حق ورکړي


د اسلامي همکارۍ تنظیم پلاوي افغانستان ته له سفر وروسته په یوه اعلامیه کې د ښځو او نجونو په کار او تعلیم ټینګار کړی او له طالبانو یې په کلکه غوښتي چې افغان مېرمنو او نجونو ته دې د کار او زدکړو امکانات برابر کړي.

د اسلامي همکارۍ تنظیم (او ای سي) پلاوي افغانستان ته د یوې اوونۍ په سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو او لوړو زدکړو له وزیر، د وزیراعظم له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د طالبانو د دیني عالمانو د شورا له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې له نورو مسلو سره سره د ښځو او نجونو د کار او تعلیم پر موضوع خبرې کړي دي.

او ای سي په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پلاوي طالبانو چارواکو ته ویلي، چې ټول اسلامي علماء په دې برخه کې د نظریووالی لري چې تعلیم د ښځو او نارینه وو ګډه "اسلامي فریضه" ده او وایي دواړو خواوو پر دې خبره ټینګار وکړ:

"پلاوي د پوره هڅو په تر سره کولو ټینګار وکړ چې وایي هلکان او نجونې د هرې کچې په تعلیمي ادارو او ټولو هغو ځانګړو مهارتونو کې شامل شي چې د تاریخ په دې حساس پړاو کې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري".

د او ای سي په دې پلاوي کې د دغه نړیوال تنظیم مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علي بخیت او همداراز د ترکیې، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، ملایشیا، پاکستان او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان شامل وو.

د اسلامي همکارۍ تنظیم په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو د حکومت چارواکو یې پلاوي ته پر تعلیمي نصاب د بیا غور کولو او په هېواد کې د نجونو د تعلیم لپاره د یو خوندي چاپیریال جوړولو لپاره د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د اسلامي همکارۍ تنظیم هم په دې برخه کې د طالبانو حکومت ته د خپلو غړو هیوادونو د ممکن ملاتړ د برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

په افغانستان کې د او ای سي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د ستمبر پر شپږمه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره هم لیدلي او په دې اړه یې خبرې کړې دي چې د اسلامي همکارۍ تنظیم او ملګري ملتونه څنګه کولای شي د افغانستان په برخه کې ګډه همکاري سره وکړي.

د اسلامي همکارۍ تنظیم پلاوي د ستمبر پر څلورمه د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د حقاني ډلې له مشر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي وو او دوی ته یې په ډاډ سره ویلي، چې "د ښځو پر بنیادي حقونو ټینکار د اسلامي امارت لپاره لومړیتوب لري". ذبیح الله مجاهد د دې لیدنې په اړه پر ایکس لیکلي وو:

"محترم خليفه صاحب [سراج الدین حقاني] له راغلي هئیت سره په لیدنه کې وویل، د نجونو تعلیم زمونږ د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونځه هوارېږي، له راغلي هياته يې و غوښتل چې [په] دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي".

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه د اسلامي همکارۍ له تنظیم سره سره ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومته بیا بیا غوښتنه کړې، خو تر اوسه د طالبانو حکومت په دې برخه کې چمتووالی نه دی ښودلی.

د پاملرنې په نوم نړیوالې مرستې کوونکې ادارې (کېر انټرنېشنل) په تېره اګست میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې د هغو نجونو چې عمرونه یې سکولونو ته د تلو دي او د پېغلو چې په اوس وخت کې له تعلیمه محرومې دي شمېر 80 فیصده یعنې 2.5 میلینه ته رسیږي.

د طالبانو حکومت د 2022م کال د دسمبر په وروستۍ اوونۍ کې په سرکاري او شخصي پوهنتونونو او د لوړو زدکړو په نورو ادارو کې د ښځو او نجونو تعلیم وځنډاوه، چې اوس یې 255 ورځې کېږي خو د بیرته پرانیستو نېټه یې لا نه ده معلومه.

همدارنګه تر هغه وړاندې د 2021م کال په ستمبر کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو تعلیم هم ځنډولی چې اوس یې دوه کاله یعنې 715 ورځې کېږي خو دا چې طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره څه ډول پلان جوړوي او کله به بیرته هغوی ته د تعلیم اجازه ورکړي ښکاره وخت او نېټه یې نه ده معلومه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG