لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د افغانستان خاورې نه د کېدونکو بریدونو معامله یې د طالبانو حکومت سره راپورته کړې ده


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي پاکستان د افغان خاورې څخه د کېدونکو ترهګریزو بریدونو معامله د طالبانو د چارواکو سره راپورته کړې اؤ د خپلو اندېښنو نه یې خبر کړي دي.

میډیا ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي پاکستان په چا تورونه نه لګوي خو افغانستان کې پرېښودل شوې [د نېټو] وسله د افغان ترهګرو ډلو لاسونو ته ورغلې ده اؤ ترهګرو ته ددې وسلو تر لاسه کېدل د نړۍ پام غواړي.

وړمه ورځ د پاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چترال کې د افغانستان د خاورې څخه په عصري وسلو سمبالو ترهګرو دپاکستاني پوځ په د دوؤ پوستو بریدونه کړي چې پکې په دغه مهال نښتو کې څلور پاکستاني پوځیان اؤ‌ 12 ترهګر وژل شوي دي.

د دې تر څنګ دوه ورځې وړاندې د تورخم په پوله د افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو لخوا په چيک پوسټ جوړولو د پاکستان د اړخ نه د اعتراض کېدو وروسته د دواړو ملکونو د ځواکونو تر منځ ډزې شوې وې چې پکښې د پاکستان اړخ ته د ايف سي يو عسکر ژوبل شوی ؤ او د افغانستان اړخ ته هم د ځينو کسانو د ژوبلېدو اطلاعات ترلاسه شوي وؤ.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې افغانستان کې د نېټو اؤ امریکې نه د وسلو د پاتې کېدو او د ترهګرو ډلو لاسو ته د ورتلو دا دعوه وروسته له هغې کړې ده چې د شورو- چهارشنبې په ورځ د امريکې د قامي سلامتۍ د کونسل ترجمان جان کربي ويلي وو د هغوي پوځونو د افغانستان نه د راوتلو په مهال داسې کومه وسله نۀ ده پرېښې چې هغه د تحريک طالبان پاکستان لاسو ته ورغلې وي.

په واشنګټن کې یو مطبوعاتي کنفرنس ته جان کربي ویلي وؤ، کله چې امریکا د افغانستان څخه خپل ټول عسکر ووېستل، نو هغه وخت هلته ډېر لږ څه پوځي وسایل و سامانونه پاتې وؤ چې هغه هم ناکاره کړی شول.

خو د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ څو ورځې وړاندې د پاکستاني خبريالانو سره په خبرو کې دعوه کړې وه چې ګني په افغانستان کې د امریکا پرېښودل شوې وسلې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لاس ته لوېدلي چې اوس د هغو په مرسته د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

تر دې وړاندې دپاکستان په تېر حکومت کې دبهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري تر دې حده دعوه کړې وه چې دامریکې نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې د ترهګرو ډلو تر څنګ عامو ډاکوانو ته هم په لاس ورغلي دي.

په نړیوالو مطبوعاتو کې هم په دې وروستیو کې داسې دعوې مخې ته راغلې دي چې امریکې نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې دپاکستان دچمن اؤ دره ادم خیل سیمې په عامو مارکیټونو کې پلورل کیږي .

خو دغو دعوؤ ته پخپل غبرګون کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ چې امریکا نه په افغانستان کې کومې وسلې او مهمات پاتې شوي دي هغه د افغانستان ددفاع وزارت په واک کې دي اؤ په عام مارکیټ کې د پلورل کیدو رپورټونه یې حقیقت نه لري.

د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې ویلي دپاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني به د 12م نه تر 15م ستمبر په لندن کې د کامن ویلتهـ یوتهـ د وزارتي کانفرنس مشري کوي اؤ د دغه کانفرنس په څنډه کې به د بیلابیلو هیوادونو د مشرانو سره لیدنې کوي

دیوې پوښتنې ځواب کې هغې ویلي چې پاکستان اؤ روس خپلو کې مهمې اړیکې لري اؤ وخت په وخت ددې دواړو هیوادونو ترمنځ د هیتونو یا ډلو تبادله کیږي.

هغې ویلي چې دپاکستان اؤ روس ترمنځ د توانایۍ په څانګه کې همکاري دوام لري .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG