لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې تېره اوونۍ د خوراکي توکیو په ګډون 32 شیان ګران شوي دي


په پاکستان کې د شمېر شمېرو دولتي اداره وایي د تېرې اوونۍ په مهال د یو شمیر خوراکي توکیو بیعې لوړې شوې دي او په کالني بنیاد په پاکستان کې ګراني 26.32 فیصدي ته رسېدلې ده.

د خوراکي توکیو تر څنګ په پاکستان کې د تېلو اؤ بجلۍ نرخونه هم په بره تللي دي چې پرضد یې د تېرې اوونۍ راهسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ولسي احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده .

د شمېرو دولتي ادارې پخپل تازه اوونیز رپورټ کې ویلي، په یوه اوونۍ کې ټماټر 17 فیصده، د مسورو دال 10.8، چیني یا بوره 6.7، اوږه 4.6، ګوړه 3.6 او د مهیو دال 3.5 فیصده ګران شوي دي.

همدا شان په یوه اوونۍ کې د پیازو نرخ 3.4 فیصده، د چڼو د دالو نرخ 3.2، د ډیزلو نرخ 6.2، د ایل پي جي ګېس نرخ 5.1 او د پټرولو نرخ 5.1 فیصده په بره تللی دی.

خو رپورټ بیا وایي چې چرګانو نرخ 3.2 فیصده اؤ د خوراکي تېلو د 5 لیټرو نرخ یو فیصد کم شوی دی.

د رپورټ تر مخه په تېره یوه اوونۍ کې په پاکستان کې د 32 شیانو نرخونه په بره تللي دي اؤ د 5 شیانو نرخونه بیا کم شوي دي.

د اقتصادپوهانو په نظر داسې اندېښنې شته چې په راتلونکو ورځو کې د تېلو، بجلۍ او ګېسو قيمتونه نور سېوا شي او عامه ګراني به ورسره نوره هم لوړه شي .

دتېرې اوونۍ په مهال‌ په پاکستان کې د روپۍ ارزښت پرله پسې په لاندې روان شوی ؤ اؤ په بینکونو کې یو ډالر په 307 اؤ په خلاص مارکیټ کې په 328 روپۍ پلورل کېدو.

خو د تېرو دوؤ ورځو راهسې یو ځل بیا د روپۍ ارزښت کې یو څه زیاتوالی لیدل شوی اؤ په خلاص مارکیټ کې نن د جمعې په ورځ‌ یو ډالر په 303 روپو تبادله شوی دی. په خلاص مارکیټ کې بیا روپۍ د ډالر په مقابل کې له 328 نه 312 روپیو ته راغلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG