لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېشیا کپ: سري لنکا بنګله دېش ته په 21 منډو ماتې ورکړه


د اېشیا کپ کرکټ د یو ورځنیو سیالیو په سپر 4 پړاؤ کې سري لنکا د بنګله دېش لوبډلې ته په 21 منډو ماتې ورکړې ده.

په کولمبو کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې بنګله دېش د پچې یا ټاس په ګټلو سره وړومبی د فیلډنګ پرېکړه وکړه اؤ د سري لنکا لوبډله وړومبی بېټینګ یا توپ وهنې ته ودریدله.

په ټاکلو 50 اوورونو د سريلنکا لوبډلې د نهو لوبغاړو په تاوان 257 منډې جوړې کړې.

د سري لنکا د 258 منډو د پوره کولو په هڅه کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په48.1 اوروونو کې د236 منډو په جوړولو وسوځېده.

د سري لنکا سدیرا سمار اوکرما په دې سیالۍ کې په 72 بالونو 93 منډې جوړې کړې، همدا شان
کوشل مینډس 50، پاتھم نسانکا 40، ډاؤسن شاناکا 24، دیموتھ کارونارتنی 18 او چیرتھ اسالنکا 10 منډې جوړې کړې.

دبنګله دېش له لوري حسن محمود اؤ تسکین احمد درې، درې لوبغاړي وسوځول اؤ شریف الاسلام بیا دوه وکټونه تر لاسه کړل.

د بنګله دېش د توپ وهنې په پاڼۍ کې توحید ردو تر ټولو زیاتې 82 منډې جوړې کړې .

همدا شان مشفیق الرحیم په 29 ، مهدي حسن میراث په 28، محمد نعیم په 21،لټن داس په 15، شریف الاسلام په 7 ، شمیم حسین په 5 او شکیب الحسن په 3 منډو جوړولو وتوانېدل.

د سري لنکا له لوري مهیش تهیکشانا، ډاؤسن شاناکا اؤ ماتهیشا پتهیر انا درې، درې لوبغاړي وسوځول.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG