لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو اعلامیه: د تورخم دروازې تړلو په څېر ګامونه د افغانستان او پاکستان تر منځ فاصلې زیاتوي


په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړلو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي د پاکستان له لوري داسې اقدامات د دواړو "وروڼو ولسونو هیوادونو" تر منځ فاصلې زیاتوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې- خالي په شپه ناوخته پخپله یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت (چې هغوي یې اسلامي امارت بولي) د پاکستان له لوري خپلې غاړې ته د تورخم دروازې تړل اؤ په افغان امنیتي ځواکو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بولي.

اعلامیه وایي "د تورخم دروازه وروسته له هغه د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چارشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو په داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د یوې پخوانۍ امنيتي پوستې- چي کلونه وړاندې جوړه شوې وه- پر ترمیم بوخت وو"

د وي او ای د ایاز ګل د رپورټ له مخې پاکستاني چارواکو او افغان طالب مشرانو په تېره یوه اوونۍ کې څو ځلې سره لیدلي چې د خپلې مهمې پولې تورخم د بیا پرانستلو په اړه خبرې اترې وکړي، خو په دې لیدنو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی،

د تورخم دروازې تړل کیدو له امله د شنبې- خالي په ورځ په پرله پسې څلورمه ورځ هم دواړو غاړو ته ګڼ سوداګريز کاروانونه او مسافر بند پاتې وؤ او دا نه ده معلومه چې نن د اتوار- یکشنبې په ورځ به پرانیستل شي که نه.

پاکستاني چارواکو ویلي، دغه نښته د چارشنبې- شورو په ورځ وروسته له هغه شوې، چې د طالبانو سرحد ساتونکو ځواکونو د تورخم تاریخي پولې ته څېرمه د یوې نوې پوستې په جوړولو پیل وکړو اؤ له دوه اړخیزو هوکړې یې سرغړونه وکړه او د کار د بندولو خبرداری یې ونه منلو.

دغه تاوتریخوالی بالاخره د دواړو هېوادونو د سرحدي امنیتي ځواکونو ترمنځ د لنډې نښتې لامل شو، چې د افغان لوري په وینا، یو طالب عسکر او یو ملکي وګړی پکې وژل شوي دي

طالبانو دپاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوسته یې د افغانستان لوري ته د برتانیې د استعماري دورې په شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومترۍ (۱۶۱۶ میله) پوله کې جوړه شوې چې دواړه هېوادونه سره بېلوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر اوړمه ورځ ويلي وؤ، د افغانستان څخه د ترهګرۍ خطرې، "اندېښنې او پرمختګونه د تورخم د پولې خلاصېدو يا بندېدو سره تړلي دي".

دطالبانو د حکومت دبهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د تورخم لارې تړل د دواړو هیوادونو او سيمې سوداګري اغېزمنولی او د دواړو غارو عام سوداګر له تجارتي او مالي زيان سره مخ کولای شي.

اعلامیه وایي تر دې وراندې په بلوچستان ایالت کې د افغان سوداګرو په اینځرو بار لارۍ، چې د واهګه بارډر له لارې هندوستان ته روانه وه د پاکستاني پولیسو پوستې ته نږدې وسوځول شوه چي لوى تشویش او بې اعتمادی یې را منځ ته کړه.

اعلامیه زیاتوي همداراز په دې وروستیو کی د پاکستان حکومت د کراچۍ په بندر کې د حساس ليسټ په پلمه په سلګونو کانټینیر بار توکي اؤ موټرې درولي دي.

د طالبانو د خارجه وزارت اعلامیه کې تور لګول شوی چې پاکستان د تولو پخوانیو ژمنو او نړیوالو قوانینو پر خلاف اکثره وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځ ته کوي او د افغان کرنيزو حاصلاتو او ميوو د رسېدو پرمهال په بېلابېلو پلمو دروازې تړي:

"دا نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوي، بلکې د وروڼو ولسونو او هيوادونو تر منځ فاصلې زياتوي او د ټولي سيمي تجارت او ترانزیت له خنډ او ځنډ سره مخ کوي".

اعلامیه وایي "دا چې د تورخم دواړو غاړو ته د جنارو برڅېره په زیات شمیر مسافر ( میرمنې، سپين ږيري او ماشومان) بند پاتي دي په هیڅ ډول د توجیه (منلو) ور نه دي".

اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت د تفاهم او ديپلوماتيکو خبرو له لارې د مسايلو هواري ته ژمنتیا باندې ټینګار كوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG