لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو پلاوي د ملګرو ملتونو په هرټېج کنفرنس کې د اشتراک دپاره سعودي عرب ته رسېدلی

فائل:  ښځې سعودي عرب کې د العلا په نوم د نړېوالې ثقافتي ورثې مخې ته د تصویر اخستو په مهال
فائل: ښځې سعودي عرب کې د العلا په نوم د نړېوالې ثقافتي ورثې مخې ته د تصویر اخستو په مهال

د اسرایلو یو پلاوی د اتوار/یکشنبې په ورځ سعودي عرب ته ورسېدلو چې هلته کې د یونسکو د عالمي ثقافتي ورثه په کنفرنس کې برخه واخلي او دا سعودي عرب ته د اسرایلي چارواکو ړومبی ښکاره سفر دی. دا خبر د اسرایل یو چارواکي ورکړی دی.

یاد چارواکي زیاته کړه چې د دې ډلې مشري د اسرایلو د نوادراتو د اټهارټي په غاړه ده او په پلاوي کې سفارتکاران هم شامل دي. دا کوم دوه اړخیز سفر ندی، او لا ښکاره نده چې اسرایلۍ ډله به د سعودي عرب له چارواکو سره وګوري او که نه.

د اسرایلو چارواکي دا خبرې مطبوعاتو ته په دې شرط کړي چې نوم یې پټ وساتل شي، ځکه د رسنیو سره یې په دې موضوع باندې د خبرو کولو اجازت نه درلود. یاد چارواکي یادونه وکړه چې اسرایل د روان کال په پیل کې، په سعودي عرب کې د یو ویډیو ګېم په سیالۍ کې هم برخه اخستې وه.

د اسرایلو ډله په داسې وخت کې اوس سعودي عرب ته تللې ده چې واشنګټن هڅه کوي د اسرایل او سعودي ترمنځ تعلقات عادي کړي. داسې باور کیږي چې د دغو دوو ملکونو ترمنځ وروستیو کلونو کې تعلقاتو رېښه نیولې، ځکه دواړه یې ایران ته د شک په سترګه ګوري.

په ښکاره، اسرایل او سعودي عرب کومه لوظنامه نده لاسلیک کړې، ځکه دې کار ته د لویو چلېنجونو سره مخ دي. مګر که داسې څه لوظنامه وشي او تعلقات یې جوړ شي، نو دا به یو ستر تاریخي ګام وي.

د رپوټونو ترمخه، سعودي عرب دا مطالبه لري چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې په هواري کې لوی پرمختګ وشي، مګر دا مطالبه د اسرایل اوسني حکومت ته چې د هغه ملک په تاریخ کې تر ټولو ښي اړخی سخت دریځه حکومت دی، په اسانۍ د منلو نده. همدا راز سعودي غواړي چې امریکا ورته دفاعي ضمانتونه ورکړي او د غیرپوځي جوهري پروګرام د پیل دپاره مرسته ورسره وکړي.

سعودي عرب د یونسکو د عالمي ثقافتي ورثې د ۴۵م اجلاس کوربه دی، کوم چې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ پیل شو او د سپټمبر تر پېنځه ویشتمې به دوام ولري

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG