د پاکستان پوځ دعوه کړې په نهم ستمبر یې د چترال په ارسون سيمه کې د ترهګرو سره نښه شوې، اووه ترهګر یې وژلي او شپږ نور سخت ژوبل کړي دي.
د اتوار په ورځ پوځ جاري کړي بيان کې پوځ نه دي ويلي چې وژل شوي ترهګر څوک دي.
خو په چترال کې په شپږم ستمبر او د هغې وروسته پرله پسې دوه ورځې وروسته تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د پاکستان په امنیتي ځواکونو د بریدونو زمه وارۍ منلې وې.
پوځ ويلي، سيمه د ترهګرو څخه پاکول کيږي او ترهګر د مينځه وړلی شي.
د پاکستان پوځ زياته کړې، د سيمې خلکو د امنیتي ځواکونو عمليات ستایلي او د ملک څخه د ترهګرۍ د خاتمې دپاره یې د بشپړ ملاتړ څرګندونه کړې ده.
له دې وړاندې په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د چترال ضلعې په کېلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوه پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل کړی شوي خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.
پوځ ويلي وو، "د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره پرعزم دی او په افغانستان کې د عبوري حکومت نه تمه لري چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې ده چې ګنې د چترال په بريدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.
په شپږم ستمبر او له دغې پرله پسې دوه ورځې وروسته تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د چترال او په ارسون او خواوشا سيمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو د بريدونو کولو دعوې کړې وې.
پوځ په بريدونو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلو اړولو دعوې کړې او ويلي يې وو، په چترال کې یې مرکزونه جوړ دي او د هلته نه د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
په اووم ستمبر د کوز چترال مرستیال کمشنر [ډي سي] محمدعلي وي او اې ډيوه ته ویلي وو، د افغانستان د نورستان سيمې څخه د چترال په ارسون کې بيا مارټر ګولې ويشتل شوي خو کومه مرګ ژوبله یې نه وه اړولې.
او ټي ټي پي ويلي وو په چترال کې عمليات په دويمه ورځ هم روان وو، او په پوځ د ميزايل داغلو دعوه کړې وه.
خو د چترال ډي سي ويلي وو امنیتي ځواکونه حالاتو قابو کولو ته چمتو دي.
Forum