لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم دروازې پرانستو دپاره د طالبانو او پاکستاني چارواکو خبرې بې نتيجې ختمې شوي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د تورخم دروازې پرانستو په موخه یې د پاکستاني چارواکو سره خبرې شوي دي خو يادې خبرې بې د کومې نتيجې ختمې شوي دي. په شپږم ستمبر د تورخم په پوله د دواړو خواو د ډزو وروسته تړل شوې دروازه تراوسه د هر ډول تګ راتګ دپاره تراوسه بنده پرته ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر په اېکس [پخواني ټويټر] ویلي، د پاکستاني چارواکو سره یې پرون د اتوار په ورځ ليدنه شوې او په خبرو کې پاکستاني لوري منلې چې په پوله لومړی ډزې دوې کړې او بيا یې دروازه تړلې وه.

طالبانو هيله څرګنده کړې چې ډېر زر به د تورخم دوازه د مسافرو او ټرانزټ يا سوداګرۍ دپاره خلاصه شي.

پاکستان په رسمي ډول د پرونو خبرو په حواله څه نه دي ویلي.

خو د تورخم څخه يوې سرچینې وي او اې ډيوه ته د دواړو خواو د خبرو تاييد کړی دی.

سرچینې وي او اې ډيوه سره د خبرو معلومات شريک کړي چې، "په خبرو کې دواړو خواو موافقه کړې د خبرو د لارې به شخړه هواره کړي او جګړه د شخړو حل نه دی".

ويل شوي، په خبرو کې د تورخم په صفري کرښه افغانستان لوري ته د پوستې جوړولو په موضوع خبرې شوي دي. افغان پلاوي ويلي "دوی نوې پوسته جوړوي او زړه بيا رغوي خو پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي او د پاکستان اعتراض یې بې ځايه بللی دی".

سرچینې زياته کړې، "پاکستاني پلاوي ويلي د زړې پوستې د ترميم اجازه ورکول کيږي او که نوې پوسته جوړول کيږي پاکستان دې پرې د مخکې څخه خبر کړی شي".

بيا ویل شوي" پاکستاني لوري ويلي په لومړي ستمبر یې د طالبانو سره د نوې پوستې په سر خبرې شوې خو هغوی نه وو قلار شوي او بيا په شپږم ستمبر دوی يو ځل بيا طالبان د نوې پوستې جوړولو څخه منع کړه خو هغه هڅې ناکامه شوې او تورخم دروازه وتړل شوه".

د سرچينې ترمخه په خبرو کې پاکستاني لوري په چترال کې د افغانستان د لوري د ترهګرو د بريدونو يادګېرنه هم کړې ده، او په اخره کې پاکستاني پلاوي ويلي، "د لوړ پوړو چارواکو سره به د تورخم دروازې پرانستو مسله شريکه کړي او د هغوی په لارښوونه به عمل کوي".

په اتم ستمبر د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر وياند ممتاز زهرا بلوڅ په خبري غونډه کې ویلي وو، پاکستان د ترهګرۍ په تازه پېښو اندېښنې لري او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې اندېښنې شريکې کړي دي.

هغې ویلي وو، "په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په خبرو بوخت يو. مونږ د افغانستان د خاورې نه پاکستان د ترهګرۍ د خطرو اندېښنې د طالبانو سره شريکې کړي دي او دا خبرې به روانې وي".

بلوڅ زياته کړې وه، "دا ټولې اندېښنې او پرمختګونه د پولې د پرانستو یا تړل کېدو سره تړلي دي".

په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي، په چترال کې د افغانستان د لوري ترهګرو د امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي څلور پاکستاني عسکر پکې وژل شوی او په نښته کې د 12 ترهګرو وژلو دعوه هم شوې وه.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د افغانستان لوري په چترال کې د بریدونو کېدو دعوه رد کړې وه. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په چترال کې په پاکستاني ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ منلې وې.

په شپږم ستمبر په تورخم پوله د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ ډزې شوې او پوله تړل شوې وه.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي وو، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډېورنډ په فرضي کرښه نښته شوې او دعوه یې کړې وه، "پاکستاني پوځيانو لومړی ډزې کړي خو بيا نښته ودرېدلې وه".

او پاکستاني رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله ويلي وو، "ډزې لومړی د طالبانو لخوا شوي او طالبانو په ممنوعه ځای کې پوسته جوړوله باجود د دې چې دغلته د وړاندې څخه د لړم په نوم پوسته موجوده ده".

د تورخم دروازې تړل کېدو له امله دواړو خواو ته په لويه شمېره کې خلک ايسار شوي او وايي د سختو ستونزو سره مخ دي او سوداګر وايي د مالونو ډک ګاډي ولاړ پاتې دي سوداګرو ته سخت تاوانونه اوړي.

سوداګر وايي، دوی تل د دواړو هيوادونو مشرتابه ته خواستونه کړي چې لارې او تجارت دې د سياستونو لرې وساتل شي ځکه د لارو بندېدو له امله سوداګرۍ ته غټ تاوان اوړي او بدې اغېزې یې د دواړو ملکونو په اقتصاد پرېووځي.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې هم د تورخم پوله د يوې اوونۍ پورې تړل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG