د ایشیا کپ کرکټ کپ د یو ورځنېو سیالیو د سپر فور پړاو کې د پاکستان او هند ترمنځ پرونۍ نيمګړې سيالي به نن بيا کيږي. پرون د لوبې پچه پاکستان ګټلې او هند ته بیټنګ ورکړی وو.
د سیالۍ د 25م اوور په لومړي بال لوبه هغه وخت ودرول شوه چې باران شو، د هند دوه لوبغاړي سوځېدلي او 147 رنزونه یې جوړ کړي دي.
ایشین کرکټ کونسل (اې سي سي) دپاکستان کرکټ بورډ له نیوکې وروسته د دوشنبې ورځ هم د دواړو لوبډلو ترمنځ د امکاني لوبې لپاره ټاکلې ده.
د نيمګړې پاتې شوې سيالۍ دپاره ننۍ ورځې ته د ريزرو ډی نوم ورکړل شوی دی.
د پاکستان د وخت مطابق ماسپښين په دوه نيمې بجې د لوبې بيا پېل کېدل ټاکل شوي دي.
خو که نن هم باران کيږي او سیالي نه پوره کيږي نو دواړو لوبډلو ته به يو يو پواينټ ترلاسه شي او پاکستان سره به درې پواينټونه شي.
له دې وړاندې د پاکستان او هند يوه بله سيالي هم د باران له وجې نه وه پوره شوې.
ويل شوي له دې وروسته به هند ته د ايشيا کپ فاينل ته رسېدو دپاره خپلې راتلونکې دواړه سيالۍ ګټل وي.
د سپر فور پړاو کې له دې وروسته د پاکستان يوه سيالي د سري لنکا سره پاتې ده، او هند به دوه سیالۍ کوي د سري لنکا او بنګله دېش لوبډلو سره به مخامخ کيږي.
Forum