په پاکستان کې د زرګرانو مرکزي اتحاد وایي د تېرې یوې اوونۍ راهسې په هیواد کې د سرو زرو بیعې په ښکته روانې شوې دې اؤ په یوه هفته کې د یوې تولې سرو زرو بیعه 30 زره اؤ 400 روپۍ غورځېدلې ده.
د زرګرانو د مرکزي اتحاد په بیان کې ویل شوي چې د ګل - دوشنبې په ورځ هم د یوې تولې سرو زرو بیعه کې 2600 روپۍ کمی شوی دی.
د بیان له مخې د سرو زرو د بیعې راټیټېدو وروسته دا مهال پاکستان کې د یوې تولې سرو زرو نرخ 2 لکه، 9 زره اؤ 400 روپۍ دی اؤ لس ګرامه سره زر بیا په یو لک 79 زره اؤ 527 روپۍ خرڅېږي.
د پېښور د اندرشېر بازار یو زرګر حاجي مشتاق وي او ای ډیوه ته وایي، په نزدې ورځو کې د پاکستاني روپۍ نرخ زیات غورځېدلی ؤ چې ورسره د سرو زرو بیعې په بره تللې وې خو وایي د تېرې یوې اوونۍ راهسې چې د ډالر بیعه راښکته شوې، د سرو زرو نرخ هم ورسره په ښکته راغلی دی.
د اندر شېر بازار د زرګرانو د اتحاد عمومي سکتر بختیار غفران په دویم ستمبر د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند ته ویلي وؤ دا مهال یوه توله سره زر په دوه لکه اؤ 30 زره روپۍ خرڅېږي.
د هغه وینا وه چې د کله نه چې پاکستان کې نګران حکومت جوړ شوی له هغې را په دېخوا د سرو زرو د یوې تولې بیعه کې 30 زره روپۍ اضافه شوې ده.
په دې وروستیو کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره غورځېدلو اؤ یو ډالر په خلاص مارکیټ 328 روپو اؤ د بینکونو دننه 307 روپو ته رسېدلی ؤ.
خو حکومت وایي چې دتېرې اوونۍ راهسې یې د پیسو د غیر قانوني کاروبار اؤ سمګلنګ پرضد عملیات پیل کړي چې دهغې له امله اوس یو وارې بیا د ډالر نرخ په ښکته راغلی دی.
د ګل په ورځ پاکستان کې د بینکونو دننه یو ډالر په 301 روپۍ اؤ 16 پیسو تبادله شوی اؤ په خلاص مارکیټ کې یې بیعه بیا 300 روپۍ وه.
د اندر شېر بازار د سرو زرو کاروباریان وایي چې پاکستان ته سره زر د نورو هېوادونو نه راوړل کيږي، د هغې پېسې دوي په ډالرو کې ورکوي او چې کله د روپۍ ارزښت کم او د ډالر بیعه زياته شي نو اغېزې یې د سرو زرو په نرخ هم کیږي.
Forum