په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنیټ وایي د طالبانو د واکمنۍ تر دوه کاله زیاته موده کې افغانان یوې خواته له بشري بحران سره مخ دي او بلې خواته یې واکمن چارواکي زیاتې بشري سرغړونې کوي.
ریچرډ بېنیټ د ستمبر پر 11مه په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل تازه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل دوی په داسې وخت په دې غونډه کې ګډون کوي چې په جرمني کې یو شمېر افغان سړي او ښځې د طالبانو د حکومت خلاف د نه خوړو په احتجاج دي.
ریچرډ بېنیټ وویل طالبانو د ښځو او نجونو حقونه، د ژوند امکانات او د هغوی وقار ختم کړی دی، وایي د افغانانو په ګډون د ډېرو پر شونډو دا پوښتنه نه ده چې په افغانستان کې څه حالت دی بلکې پوښتنه دا ده چې دا حالت څنګه بدلېدای شي او نړیواله ټولنه له غندنې پرته په عملي توګه څه کولای شي:
"زه پر طالبانو ږغ کوم، چې خپلې سختې او د ښځو د دښمنۍ پالیسو باندې غور وکړي او ښځو ته د کار او کاروبار کولو اجازه ورکړي او د ښځو او نجونو د سکولونو او پوهنتونونو دروازې بیرته پرانیزي چې له نړیوال معیار سره سم نصاب ولري".
ریچرډ بېنیټ وویل، له تېرو دوو کلونو د افغانو ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې په دې وروستیو کې نورې هم زیات شوې او د طالبانو حکومت منظم، پراخ او اداراتي توپیري چلند کوي چې ښځې یې د ژوند له ټولو اړخونو ایستلې دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر دې تازه رپوټ او غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د دې ادارې او د بشري حقونو د نورو نړیوالو تنظیمونه دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی د بشري حقونو سرغړونې کوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه هم وینا وکړه او هغه د امنیت شورا غونډې ته وویل د طالبانو په حکومت کې د حقونو پر منظمو سرغړونو او ځورونو له چا سره حساب نه کېږي ځکه دوام لري.
ښاغلي اندېشه وویل په افغانستان کې د تعلیم او د کلتوري او هنري اظهار حقونه تر پښو لاندې شوي دي، خپلسره نیول او غیرعدالتي وژنې لا پسې زیاتېږي، وایي د 2021م کال له اګست راهیسې افغانستان "د بېساري وحشتونو" شاهد وو:
"وروستیو رپوټونو ښوولې چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو توندروه چلند نه دی بدل شوی، تر 800 زیات د پخواني حکومت چارواکي او د ملي ځواکونو غړي د دوی د وحشيانه تدبیرونو قرباني شوي دي".
نصیر احمد اندېشه وویل افغانستان په داسې یو ځای بدل شوی چې د ښځو ږغ یې په بشپړه توګه ورک شوی او د طالبانو صنفي ځورونې اوس د جنسیتي توپیر نوې لوړې کچې ته رسېدلې دي:
"دا [د ملګرو ملتونو د بشري حقونو] شورا باید په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران د حل لپاره کوټلي او فیصله کن اقدام وکړي".
غونډې ته د ملګرو ملتونو نورو ګڼ شمېر استازو او د بشري حقونو د نورو ادارو غړو هم په افغانستان کې د بشري بحران، د بشري حقونو پر زیاتېدونکو سرغړونو او د دې هېواد پر خراب ټولنیز- اقتصادي حالت اندېښنې ښکاره کړې.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي مرستیال زمان مهدي غونډې ته وویل، هېواد یې په په افغانستان کې د بشري بحران او بشري حقونو په ګډون د دې هېواد پر اقتصادي حالت هم اندېښمن دی او وایي دا به عام خلک زیات اغېزمن کړي:
"موږ له واکمنو چارواکو [طالبانو] یو ځل بیا غواړو چې د ښځو د تعلیم د بیرته پیلولو لپاره اقدام وکړي او هغوی پرېږدي چې د خپلې ټولنې لپاره کار وکړي، موږ د افغانستان له خلکو سره یو ځل بیا خواخوږي ښکاره کوو او پر افغان [طالبانو] چارواکو ټینګار کوو چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو او ازادۍ ته درناوی ولري".
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشته عباسي غونډې ته وویل، طالبانو په تېرو دوو کلنو کې پرله پسې د ازاد حرکت، تعلیم، کار او د ژوند له ټولو برخو د ښځو او نجونو د ایستلو په ګډون د هغوی د حقونو پراخې او منظمې سرغړونې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ له طالبانو غوښتنه وکړه چې د تعلیم لپاره مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا، رسول پارسي، مرتضی بهبودي او د ښځو په ګډون- چې ده یې د نومونو له اخیستلو ډډه وکړه- نور بندیان دې سمدستي او بې له کوم شرطه خوشي کړي.
Forum