لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لیبیا کې سېلابونو تر دوه زره زیات کسان مړه کړي، شاوخوا لس زره کسان ورک دي


په لیبیا کې تر ګڼو بارانونو وروسته د زورور توفان او خونړيو سېلابونو له کبله په زرګونو خلک ورک دي او تر اوسه پورې د شاوخوا دوه زره کسانو مړینه پکې تایید شوې ده.

سېلابونو تر ټولو زیات زیان «درنا» ساحلي سیمې ته اړولی چې د ژغورنې کارکوونکو پکې تر اوسه پورې د سلګونو کسانو مړي له اوبو را ایستلي او شاوخوا 700 کسان نن خاورو ته سپارل شوي دي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د نړیوالو مرستندویه ادارو ریډ کراس «سره صلیب» او ریډ کریسینټ «سرې میاشتې» د نهې- سه شنبې په ورځ د یو چارواکي له خولې لیکلي چې د لیبا په سېلابونو کې د مړیو شمېر کېدای شي زرګونو ته ورسېږي.

د لیبیا چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي چې تر اوسه پورې په سېلابونو کې لږ تر لږه 2,000 کسان مړه شوي، خو د رویټرز په وینا دا نه ده معلومه چې هغوی دا شمېر په کوم بنیاد اټکل کړی دی.

په لیبیا کې د ای ایف آر سي د پلاوي مشر تامر رمضان له تونیزیا څخه د ویډیولینک له لارې په جنېوا کې خبریالانو ته ویلي، "د مړیو شمېر ډېر زیات دی او کېدای شي‌ زرګونو ته ورسېږي".

د ای ایف آر سي دفتر وایي داسې فکر کېږي چې کېدای شي په سېلابونو کې په زرګونو کسان ورک وي، تامر رمضان وایي، "موږ له خپلو خپلواکو سرچینو دا تاییدولای شو چې تر اوسه د بې درکه خلکو شمېر 10,000 ته رسېدلی دی".

د لیبیا په ختیځو سیمو کې د ګل- دوشنبې په ورځ له بحیره روم نه راغلي ډانیل نومي توفان سره څه تېز بارانونه وشول او نتیجه کې یې خونړي سېلابونه هم راغلل چې زرګونه خلک یې یووړل.

په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې خپرې شوي دي چې د لیبیا په بنغازي، سوسه، البیضاء، المرج او درنا ښارونو کې د سیندونو په شان له اوبو ډکې لارې کوڅې ښکاره کوي.

د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو د لیبیا په سېلابونو کې د خلکو پر مړینه خفګان ښکاره کړی او د دې هېواد له خلکو سره یې خواخوږي کړې ده.

د لیبیا د درنا ښار شاوخوا یو لک ابادي لري. د ژغورنې ډلې دې سیمې ته لېږل شوې دي چې له ځپل شویو خلکو سره مرستې وکړي. په ځینو سیمو کې یې سکولونه بند شوي او د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.

د موسمیاتو کارپوهانو د ډانیل توفان ډېر خطرناک بللی دی. دغه توفان په دې وروستیو کې په ترکیه، بلغاریا او یونان کې هم زیانونه اړولي او شاوخوا 27 کسان یې مړه کړي دي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې ایف پي اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG