په یوه تازه مضمون کې ویل شوي چې پاکستان د نورو میزایلو په جوړولو، د ایټمي وسلو د تجربه کولو د سیسټمونو په لرلو او د فیسل [ایټمي] موادو صنعت ته په ودې ورکولو سره وار په وار خپلې جوهري وسلې زیاتوي.
په امریکا کې د «بولیټن آف دي ایټامیک ساینټیسټس» په نوم ادارې د ستمبر پر 11مه د خپلو درو ساینسپوهانو د څېړنې په بنیاد د پاکستان د جوهري وسلو په اړه مضمون خپور کړی دی.
په مضمون کې ویل شوي چې د تجارتي سټلایټ عکسونو له تجزیې داسې ښکاري چې د پاکستاني پوځ په چاوڼیو او د هوایي ځواک په اډو کې جوړېدونکې د وسلو نوې ودانۍ او تنصیباب کېدای شي د پاکستان د ایټمي ځواک وي.
ایټامیک ساینټیسټس اټکل کوي چې پاکستان دا مهال تقریباً 170 جنګي وسلې لري چې اکثره یې ایټمي دي. د وسلو د کنټرول او ودې د مخنیوي نړیواله اداره وایي د پاکستان ګاونډی رقیب هېواد هندوستان دا وخت 164 بېلابېلې جنګي او ایټمي وسلې لري.
د پاکستان پوځ تر اوسه دغې اندازې او د خپلو ایټمي وسلو د زیاتولو په اړه مضمون ته څه رسمي جواب نه دی ویلی.
اداره وایي د امریکې د دفاعي استخباراتو ایجنسۍ په 1999م کال کې پېشبیني کړې وه چې پاکستان به تر 2020م کال پورې له 60 تر 80 ایټمي وسلې ولري، خو وایي له هغه وروسته یې هم د وسلو څو نوي سیسټمونه لګولي او جوړ کړي چې د دوی تر اټکل ډېر دي:
"زموږ اټکل د ښه ډېر ناڅرګند حالت په بنیاد باندې دی، ځکه چې نه خپله پاکستان او نه نور هېوادونه د پاکستان د ایټمي وسلو په اړه څه معلومات خپروي".
دغې ادارې یو فهرست خپور کړی چې پکې یې د پاکستان د موجوده جنګي وسلو د شمېر دعوه شوې ده او دا ویل شوي چې دغه هره وسله په کوم کال جوړه شوې، تجربه شوې او تر څومره واټن پورې هدف ویشتلای شي.
په دې فهرست کې د پاکستان د هوا، مځکې او سمندر ایټمي وسلې ښوول شوې دي، چې وایي 36 معراج الوتکې، 10 ابدالي، 16 غزنوي، 40 شاهین، 24 غوري، 24 نصر او ابابیل او 12 بابر میزایلونه لري.
په مضمون کې ویل شوي، د ایټمي وسلو د تجربه کولو له نویو سیسټمونو، د پلوټونیم د پیداوار له څلورو رېکټرونو او یورانیمو ته د ودې ورکولو له بنیادي اډاڼې سره پاکستان دا وړتیا لري چې په راتلونکو څو کلونو کې خپله ایټمي ذخیره نوره هم زیاته کړي.
خو وایي دا ایټمي وده یې په دې پورې اړه لري چې پاکستان د ایټمي وړتیا لرونکو څومره لانچرونو د ځای پر ځای کولو پلان لري، جوهري تګلاره یې څنګه پر مخ ځي او د رقیب هېواد هېواد ایټمي وسلې یې څومره وده کوي.
ایټامیک ساینټیسټس اداره اټکل کوي چې که د پاکستان جوهري وسلې په اوسنۍ کچه وار په وار زیاتېدلې دا هېواد کېدای شي د 2025م کال تر پایه شاوخوا 200 جنګي وسلې ولري، خو وايي دا په دې پورې اړه لري چې هند خپلې وسلې زیاتې کړي یا نور پوځ جوړ کړي.
Forum