لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تامس ویسټ: په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره اندېښنه داعش دی


Thomas west
Thomas west

واشنګټن – د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ ویلي، په افغانستان کې القاعده تر ټولو وختونو کمزورې ده خو د امریکا ستره اندېښنه داعش دی.

تامس ويسټ په واشنګټن کې د څېړنې ادارې سټمسن سنټر کې د وينا په وخت وويل:

"د ترهګرې په اړه که خبره وشي نو د داعش په اړه تر ټولو زيات فکرمند يو، ځکه چې دا ډله په ښکاره ډول د بهرنیو عملیاتو اراده لري، خو طالبانو د دوی ځینې مشران نیولي، او د افغانانو پرضد د دې ډلې بریدونه کم شوي دي."

د افغانستان لپاره د امريکا خصوصي استازي تامس ويسټ ویلي چې دا نشي ويلې چې ايا افغان طالبان د پاکستان پرضد روانو بريدونو کې د تحريک طالبان پاکستان مرسته کوي، خو البته دا خبره قوي معلومه ده چې د دې دواړو ډلو ملګرتيا په افغانستان کې د امريکا د جګړې په وخت جوړه شوې وه.

"تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې د امريکا د جګړې په وخت د پاکستان لخوا د پولې پورې افغانستان ته وشړل شول، د دوي اړيکې بيا دغلته ټېنګې شوې، دوي د افغان طالبانو مالي، لاجسټيکي او فکري ملګري جوړ شول”.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې حقاني شبکه دا وخت د نورو طالبانو په پرتله د نړيوالو سره بدله رويه لري نو ايا امريکا پرې د ملګرتيا باور کولې شي ، تامس ويسټ کوم په ډاګه ځواب ورنکړ خو دا یي وويل چې امريکا په افغانستان کې په نتيجو ترلاسه کولو باور لري چې خپل اهداف ترلاسه کړي.

تامس ويسټ وويل چې نړيوال په دې موافق دي چې تر څو طالبانو د دوي شرايط نه وي منلې نو د طالبانو منل ګران دي. دغه شرايط دا دي چې طالبان به د امنيت او ترهګرې پرضد ژمنې پوره کوي، د ټولو افغانانو نماينده حکومت یي نه وی جوړ کړی او دا چې د ښځو حقونه یي نه وي پرځاې کړې او د جينکو سکولونه ېي نه وي خلاص کړې.

ده وويل چې طالبان غواړي دوي ته مالي مرستې ورکړې شي، د پرمختيا پروژې پيل شي او په ملګرو ملتونو کې ېې استازی ومنل شي.

تامس ويسټ وويل چې په افغانستان کې د 29 میلينه نه زياتو خلکو ته د ژوند د بنيادي مرستو ضرورت دې خو افغان ولس ته د دغو مرستو په ورکولو کې تر ټولو غټ خنډ په خپله طالبان دي.

د تامس ويسټ د وينا ترمخه ملګري ملتونه وایي افغانستان کې عامو وګړو ته کومک دا وخت د 2.4 میليارده ډالرو ضرورت دې. دغه مالي ضروتونه ځکه نه پوره کېږي چې مالي کومک کونکې ادارې او هيوادونه د طالبان د رویې له امله اوس افغانستان ته مرستې درولې دې.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امريکا له طالبانو سره د رابطو ساتلو تګلاره غوره کړې او دې څه نتېجې تر اوسه پورې رابرسېره کړي نو تامس ويسټ وويل چې ددې تګلارې سره امريکا ته د طالبانو د کارونو پته لګي او په تياره کې نه پاتې کېږي، د خبرو اترو د عمل په نتيجه کې طالبانو څلور امريکایان هم خوشې کړي خو يو شمېر یې لا تر اوسه هم په غېر قانوني ډول په ولقه کې ساتلي دي.

تامس ويسټ وويل چې د افغانستان په اړه یي تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې امريکا به یې د پامه وغورځوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG