لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هالېنډ يو عدالت پاکستاني کرکټر ته د 12 کالو بند سزا اورولې ده


د هالېنډ يو عدالت د پاکستان پخواني کرکټر خالد لطيف ته د 12 کالو بند سزا اورولې ده، لطيف ته دغه سزا د هالېنډ انتهايي ښي اړخه يا اسلام مخالفه شعله بيان قانون ساز ګيرټ وايلډرز ته د وژنې د ګواښ د تور په قضيه کې اورول شوې ده.

د رويټرز د خبر ترمخه، د هالېنډ عدالت ویلي، د 37 کلن خالد لطیف بيانونه وژنې پله د راپارولو، بغاوت او ګواښ برابر دي.

تېره مياشت په هالېنډ کې حکومتي وکیلانو د پاکستاني کرکټر خالد لطیف دپاره په دې الزام د 12 کاله قېد سزا غوښتنه کړې وه چې هغه د اسلام مخالف شعله بیان قانون ساز ګيرت وایلډرز د وژنې دپاره د 2300 ډالرو انعام اعلان کړی وو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه هغه وخت خالد لطیف د سخت امنیت له مخې عدالت ته نه وو حاضر شوی. ويل کيږي چې هغه په پاکستان کې دی.

د رويټرز ترمخه د قضيې د اورېدنې په مهال خالد لطيف کله هم عدالت ته نه دی حاضر شوی او د سزا وروسته یې کوم غبرګون هم مخې ته نه دی راغلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خبر ترمخه، د هالېنډ استغاثې یا سرکاري وکیل ويلي، د هالېنډ او پاکستان ترمنځ په عدالتي کچه يا ملزمانو يو بل ته ورکړې راکړې کوم تړون نه شته، او په ياده قضيه کې د مرستو دپاره وړاندې هم خواستونه شوي خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

اې پي تيره میاشت ويلي وو سرکاري وکیلانو په عدالت کې د خالد لطیف نوم نه وو اخیستی خو په یو بیان کې يې ويلي چې په کال 2018م کې په انټرنېټ یوه ویډیو د پاکستان مشهور کرکټر ښيي چې د وایلډرز په قتل د پېسو اعلان کوي.

د اې پي ترمخه، په اسلام د سخت تنقید په سر وایلډرز ته د مرګ د ګواښونو له امله هغه د کلونو راهسې 24 ګنټې د سختو حفاظتي اقدامات د لاندې ژوند کوي.

وایلډرز ته د مرګ ګواښ د هغه د دې اعلان وروسته ورکړی شوی وو چې هغه ويلي وو د پېغمبر اسلام د خاکو د جوړولو مقابله به کوي. د ای پي ترمخه که څه هم دغه مقابله نه وه شوې خو په اسلامي نړۍ کې يې غصه راپارولې وه.

د هالېند د استغاثې یا د سرکاري وکیل دفتر ويلي وو د لطیف دغه ویډیو- چې دعوه یې کېږي- په خصوصي توګه ځکه هم زهرجنه وه چې په دغه وخت کې د وایلډرز په ضد سخته غصه او نفرت موجود وو.

وایلډرز عدالت ته ويلي وو لطیف ته سزا به نورو خلکو ته هم دا پېغام ورکړي چې "مونږ دړکې نه منو".

که څه هم لطیف په عدالت کې موجود نه وو خو بیا هم وایلډرز هغه ته په مخاطب کولو سره ويلي وو تر څو "زه ساه اخلم ته مې نه شې ودرولئ"، هغه زياته کړې وه، د هغه په وژلو د لطیف د پېسو اعلان به هغه خاموشه نه کړي.

د خالد لطیف د ګرفتارۍ دپاره نړیوال ورانټ جاري شوی وو او د هالېنډ حکومتي وکیلانو ويلي وو د 2018م راهسې لطیف سره د رابطې کوششونه کوي چې د عیني شاهد په توګه بیان ورکړي او بیا خپله دفاع وکړي خو لا يې د پاکستاني چارواکو نه جواب نه دی ترلاسه کړی.

په 2017م کې په خالد لطیف د پاکستان په سپرلیګ کې د مېچ فکسېنګ په الزام د پېنځو کلونو دپاره پابندي لګول شوې وه.

ای پي په خپل رپورټ کې ویلي وو، د هالېنډ په عدالت کې اورېدنه په داسې مهال شوې چې په تېره څه موده کې په سویډن کې د قران په سځول کېدو په اسلامي نړۍ کې قهر راپارېدلی دی.

د سوېډن پولیس د رایې د ازادۍ په لړ کې د مظاهرې اجازت ورکړی وو خو د نفرت راپارولو په الزام يې د یو عراقي پناه اخیستونکي ابتدايي مقدمه درج کړې وه.

یادونه: د دې خبر معلومات د رويټرز او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG