لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس دعوه کوي، چې د بلوچستان په مستونګ کې يې د داعش ډېر مهم کمانډﺭ وژلی


د ترهګرۍ ضد پوليس يا کاونټر ټېرورېزم فورس د وياند په جاري کړي بيان کې دعوه شوې، چې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د داعش مهم کمانډر په ځوابي ډزو کې وژل شوی.

په بيان کې ليکل شوي، د وژل شوي کمانډر شناخت د غلام الدين شاهوانی عرف الياس شعيب په نامه شوی.

د سي ټي ډي په بيان کې ليکل شوي چې د پټو معلوماتو پر اساس يې د ياد کمانډر پر ځای چاپه وهلې او له هغه څخه يې د تسلميدو غوښتنه کړې خو هغه د تښتېدو هڅه کړې او پر پوليس باندې يې ډزې کړې چې پوليسو په ځوابي ډزو کې هغه وژلی.

د سي ټي ډي په بيان کې تور پورې شوی چې ياد کمانډر د کال 2016م پر اتم اګست په سيول هسپتال کوټه کې د وکيلانو د ځانمرګي بريد ماسټر ماينډ يا پلان جوړونکی و.

پدې ځانمرګي بريد کې تر اويا زياته خلک وژل شوي و چې پکې تر پينځوست زيات وکيلان او دوه خبريالان هم شامل وو.

په کال 2017 کې د جميعت علما اسلام پر یوه مرکزي مشر مولانا عبدالغفور حیدري په مستونګ کې ځانمرګي بريد پلان کړی وو چې پکې 26 تنه وژل شوي وو او 30 نور ټپیان شوي وو.

په ږوب ښار کې د جماعت اسلامي په مرکزي مشر مولانا سراج الحق باندې یې هم د ځانمرګي بريد تر سره کولو پلان کړی و چې پدې بريد کې پينځه تنه ټپي شوي وو.

په کال 2021 کې د بلوچستان د مچ سيمې په کوله کانونو کې کارکونکي هزاره خوارکيښو د وژنې پلان ترتيب کړی و پدې پېښه کې 11 تنه هزاره شعیه کان کيندونکې وژل شوي وو.

په کال 2022 کې په سبی میله کې ځانمرګي بريدونه او په کوټه کې په پولیسو باندې څو ځانمرګي بريدونه د تر سره کولو ماسټر مايند يا پلان جوړونکی دی.

همدارنګه په مستونګ-ډادر کې یې د پولیسو او لیویز په څو هدفي وژنو کې لاس درلود.

په بيان کې دعوه شوې چې ياد کمانډر د بلوچستان څانګې د داعش يو له مهمو کمانډرانو څخه و،

" په وزيرستان کې يې له تحريک طالبان پاکستان څخه تربيت اخيستو ورسته په 2015م کال کې د داعش تنظيم سره يو ځای شوی."

د سي ټي ډي پوليس ويلي د ياد تن په اړه نور تحقيقات هم روان دي.

روانه میاشت د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي په دریو بېلا بېلو عملیاتو کې د 12 تنو وسلوالو د وژلو دعوه هم کړې وه.‌

سي ټي ډي پولیسو په خپل يو بيان کې ويلي وو چې د سي ټي ډي پولیسو د پټو مالوماتو پر اساس د بلوچستان په واشک بسيمه سيمه کې عملیات کړي اؤ 5 وسلوال یې وژلي وو سي ټي ډي د وژل شویو وسلوالو تعلق د ناقانونه ګرزول شوې ډلي تحریک طالبان پاکستان سره ښوولی وو۔

د سې ټي ډي د ترجمان په بیان کې ویل شوي وو چې د بلوچستان په سر ښار کوټه کې هم د پټو مالوماتو پر اساس په ترسره شوؤ عملياتو کې درې وسلوال وژلي وو چې تعلق یې له د وسله والې ډلې داعش سرہ دی.

تر دې پېښي وړاندي هم روانه میاشت د بلوچستان د پشين ضلعې په سرخاب سيمه کې هم د پټو مالوماتو پر اساس عملياتو کې د 4 وسلوالو د وژلو دعوہ کړې وه اؤ ویلي یې وؤ ددغو وژل شوؤ وسلوالو تعلق تحریک طالبان پاکستان سرہ ؤ۔

پولیسو دعوه کړې وه چې د وژل شویو وسلوالو له پټن ځايه څخه یې په لوړه کچه وسله او بارود هم نیولي و.

په بلوچستان کې د نا امنۍ په اړه د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې د لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کړې وه او ویلي وو چې په بلوچستان کې د نا امنۍ حالات قابو کول به د دوی لمړی هدف وي، هغه د امنیت خوندي ساتلو لپاره د ايالتي حکومت او د قانون پلي کوونکو ادارو ستاينه هم کړې وه۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG