د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هیواد کې د عامو ټاکنو لپاره الیکشن کمیشن ته د 6م نومبر نېټه وړاندیز کړې ده .
په پاکستان کې ځېنو قانون پوهانو اؤ سیاسي ګوندونو د صدر لخوا الیکشن لپاره د نېټې وړاندیز کولو اقدام ستایلی خو ځېنو نورو بیا ویلي چې الیکشن لپاره نېټه وړاندیز کول د صدر صلاحیت نه دی بلکې دا د الیکشن کمیشن ذمه واري ده.
د پاکستان صدر عارف علوي د چهارشنبې په ورځ د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان په نوم لیکلي خط کې ویلي چې هغه په 9م اګست قامي اسمبلي د وزیراعظم په مشوره ماته کړې وه.
د صدر دا خط چې ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) د صدر دماڼۍ څخه خپور شوی پکې ویل شوي دي چې صدر اختیار لري بیاد انتخاباتو لپاره په 90 ورځو کې دننه یوه نېټه وټاکي.
د صدر په لیک کې ویل شوي چې هغه دخپلو اییني ذمه واریو ترسره کولو په خاطر چیف الیکشن کمشنر دملاقات لپاره رابللی ؤ ترڅو دایین اؤ دهغې دحکم پځای کولو لاره راوویستل شي.
د صدر د خط په متن کې لیکل شوي چې چیف الیکشن کمشنر د ورلیږل شوي خط په ځواب کې برعکس دریځ خپل کړی دی چې د ټاکنو نیټه ورکول د الیکشن کمیشن صلاحیت دی.
د صدر د خط له مخې د وفاق مضبوطولو لپاره هیواد کې په یوه ورځ دقامي اؤ صوبایي اسمبلیو د ټاکنو په کولو اتفاق موجود دی.
صدر علوي ویلي په اګست کې د سرشمیرنې دخپرولو نه وروسته د حلقه بندیو عمل هم روان دی، دایین د 51(5) مادې اؤ د الیکشن ایکټ د 17م سیکشن لاندې دا لازمي شرط دی اؤ دقانون اؤ انصاف وفاقي وزارت هم دالیکشن کمیشن په څېر رایې لري.
صدر ویلي دڅلورو واړو صوبو حکومتونه دا خیال لري چې د انتخاباتو نېټه اعلانول د الیکشن کمیشن واک دی، دایین د 48(5) مې مادې په اساس صدر اختیار لري چې د اسمبلۍ ماتېدو دنېټې نه په 90 ورځو کې دننه دانتخاباتو لپاره نېټه وټاکي ځکه نو عام انتخابات دقامي اسمبلۍ دماتېدو په 89مه ورځ په 6 نومبر د ګل په ورځ پکار ده چې وشي.
صدر پخپل دې لیک کې الیکشن کمیشن ته دانتخاباتو د نیټې په لړ کې د عدالت نه د رهنمایۍ اخستو مشوره هم ورکړې ده.
د صدر عارف علوي لخوا د انتخاباتو نېټې وړاندیز کولو ته خپل غبرګون کې د پي ډي ایم په نوم دسیاسي ګوندونو د ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې دالیکشن نېټه ورکول د صدر صلاحیت نه دی اؤ که چرې دهغه واک وي نو هم نوموړي دا نېټه په بدنیتۍ سره ورکړې ده.
مولانا فضل الرحمان په صدر علوي تور لګولی چې هغه د یو سیاسي ګوند استازیتوب کوي اؤ جانبداره صدر دی.
هغه ویلي الیکشن کمیشن د صدر د هیڅ یو حکم یا وړاندیز د منلو پابند نه دی ځکه چې الیکشن کمیشن پخپله یوه اداره ده
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر اؤ پخواني وزیر فرخ حبیب د صدر لخوا د انتخاباتو لپاره دنیټې وړاندیز کولو اقدام ستایل دی اؤ اؤ په ایکس رسنۍ یې لیکلي دي چې اوس الیکشن کمیشن ته باید په سمدستي توګه د عامو انتخاباتو مهال ویش خپور کړي اؤ د پاکستان ولس ته د ووټ جمهوري حق ورکول پکار دي.
د عوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان د صدر په خط خپل غبرګون کې ویلي چې د اییني موده سرته له رسېدو وروسته دصدر لخوا انتخاباتو نېټه وړاندیز کول له خندا یا مسخرې پرته بل هیڅ نه دي.
پخپل بیان کې ایمل ولي خان پوښتنه کړې ده چې هرکله الیکشن کمیشن شته نو صدر په کوم حیثیت کې دانتخاباتو نېټه وړاندیز کوي.
د پیپلز ګوند مرکزي مشر اؤ پخواني وزیر قمرزمان کایره هم په خپل یو بیان کې ویلي چې د الیکشن نیټه ورکول د صدر په واک کې نه ده اؤ سیاستدانان باید خپله چاره پخپله هواره کړي.
نوموړي ویلي په هره معامله کې خپله ږیره د عدالت په لاس کې باید ورنه کړل شي.
Forum