هندي چارواکو د نوي ډیلي د واک لاندې کشمیر کې د شکمنو تندلارو په یو برید کې د دوؤ هندوستاني پوځي افسرانو اؤ یو سیمه ییز پولیس افسر د وژل کیدو اؤ د یو عسکر د ژوبل کېدو پخلی کړی دی.
چارواکي وایي دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د اننت ناګ ضلعې په ککر ناک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې امنیتي ځواکونه ددغه سیمې یو کلي ګړول ته د تندلارو د موجودیت په اطلاع د عملیاتو په موخه تللي وؤ.
هندي چارواکي وايي په وژل شوؤ کې د هندي پوځ د 19راشټریه رایفلز(12سکھ لایټ انفټري) کمانډنګ افسر کرنل من پریت سنګهـ هم شامل دی چې د عملیاتو په دغه ډله کې د شاملو پوځيانو، سیمه ییزو پولیسو اؤ مرکزي پولیس ځواک سي ار پي اېف د عسکرو مشري یې کوله.
وي او ای اردو پخپل رپورټ کې د امنیتي چارواکو له خولې ویلي چې کله امنیتي ځواکونه یاد کلي ته په تندلارو پسې ورننوتل نو هلته پرې ناتاره ډزې وشوې چې پکې کرنل سنګهـ ، د پوځ یو بل افسر اشیش دهوناک اؤ د جمو و کشمیر پولیس ډي ایس پي همایون بټ سخت ژوبل شول.
د سرښار سري نګر پولیس چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې دا څلور واړه ژوبل کسان په یو هیلي کاپټر کې د ښار بادامي باغ په پوځي چهاوڼۍ سیمه کې یو پوځي روغتون ته ورسولی شول خو وایي دغلته کرنل سنګهـ ، میجر دهوناک اؤ ډي ایس پي همایون بټ د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه .
پولیس چارواکو ویلي په غالب ګمان سره په کرنل سنګهـ اؤ د هغه په ملګرو حمله د ترهګرو هغه ډلې کړې ده چې سږکال په څلورم اګست یې دنزدې ضلعز کلګام په یو ځنګل کې د پوځ په یوه ډله برید کړی ؤ اؤ درې عسکر یې وژلي وؤ.
د سري نګر سیمه ییزې میډیا خبر ورکړی دی چې په ګړول کلي کې د چهارشنبې په ورځ د رامنځته شوې دې پېښې ذمه واري "دي ریزسټنس فرنټ" یا ټي ار اېف نومې وسله والې ډلې قبوله کړې ده .
د هند د واک لاندې د کشمیر پولیس دعوه کوي چې ټی ار اېف په اصل کې د تندروه وسله والې ډلې لشکر طېبه د سیوري لاندې یوه کار کوونکې وسله واله ډله ده.
(د وي او اې اردو په مننه)
Forum