لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې پوليسو د نهم ستمبر وروسته 545 افغان کډوال نيولي دي


په کراچۍ کې مېشت قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال
په کراچۍ کې مېشت قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال

د پاکستان د غټ اقتصادي مرکزي ښار کراچۍ پوليس د سرکاري شمېرو ترمخه، د نهم ستمبر نه تر نن 14 ستمبر پورې 545 افغان کډوال نيول شوي دي، افغان کډوال او وکيلان یې وايي په نيول شوو کې زيات هغه کسان دي چې په قانوني توګه د پاتې کېدو اسناد يا کارډونه ورسره دي.

د کراچۍ پوليسو وي او اې ډيوه سره شمېرې شریکې کړي، ترمخه یې د کراچۍ په اتو ضلعو کې تر ټولو زيات په ختيځه ضلعه کې 154 کسان نيول شوي دي.

97 کډوال په ملير او 90 په کورنګۍ کې، 75 په سنټرل او 56 په کمیاړۍ کې نيول شوي دي.

افغان کډوال وايي د نيولو لړۍ يې روانه ده، کارډونو والا رجسټرډ افغانان نيول کيږي د ځينو نه پولیس پېسې واخلي پرېږدي يې او د ځينو پرضد مقدمې درج کړي عدالت ته یې وړاندې کړي، خو پوليس دغه تورونه ردوي.

د افغانانو نيول کله پېل شو؟

په کراچۍ کې د افغان کډوالو نيول وروسته له هغې پېل شو چې په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو د وزیراعظم سره یې په دغه موضوع خبرې شوي دي.

هغه دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

هغه افغان کډوالو ته په مخاطب کولو سره ويلي وو، "په خپله ټکټ واخلئ او د دلته نه ځئ، کنه په راتلونکو دوه اوونيو کې به یې پرضد داسې کارروايي وشي چې بيا به د لسو کالو پورې به په بند کې وي. د غېر قانونه کډوالو نه د ځان خلاصولو وخت راغلی دی".

خو ټيسوري شمېرې نه وې ویلي، چې په جرمونو او ترهګرۍ کې ککړ څومره افغان کډوال معلوم شوي، نيول شوي او سزا شوي دي.

ټول کډوال نيول کيږي:

د کراچۍ په بېلابيلو برخو کې مېشت افغان کډوالو وي او اې ډيوه ته ویلي، پوليس ټول افغانان نيسي که د چا سره قانوني اسناد وي او که نه وي، ټول نيسي د ځينو نه پېسې واخلي پرېږدي یې او ځينې بيا عدالتونو ته وړاندې کړي.

د کډوالو په وينا د تيرو څو ورځو راهسې یې ژوند سخت تنګ شوی په کورونو کې بند پاتې دي د نیولو د ويرې بهر په خوارۍ مزدورۍ پسې نه شي وتلی، خو پوليس د پېسو اخستو تور ردوي او وايي يواځې غېر قانونه افغان کډوال نيسي.

عدالت ځينې کډوال خوشي کوي:

د افغان کډوالو دپاره وکالت کوونکې قانون پوهه منیزه کاکړ وايي، په تيرو څو ورځو کې هغه او نور څو وکيلان د کډوالو د وکالت دپاره عدالت ته وړاندې شوي او د نوموړې په وینا ځينو عدالتونو قانوني اسناد لرونکي کډوال د عدالت نه خوشي کړي او ځينې عدالتونو جېل ته لېږلي چې پلټنې یې وکړی شي.

هغې وويل، د معلوماتو ترمخه یې په تيرو درېو څلورو ورځو کې خواوشا د 100 يورې کډوال د عدالتونو نه خوشي شوي دي.

کوم کډوال خوشي کيږي:

د کډوالو دپاره وکالت کوونکی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند قانون پوهه محمد ظاهر وايي، د افغان کډوالو [ پروف اف رجسټرېشن يا پي او ار] او [افغان سيټيزن کارډ يا اې سي سي] کارډونو موده په 30م جون ختمه شوې خو بيا د سېفران وزارت يوه اعلاميه خپره کړې چې د کډوالو دپاره مرکزي حکومت د دوی د راتلونکې پرېکړه نه وي کړي دوی دې نه ځورول کيږي او نه نيول کيږي.

وي او اې ډيوه ته نوموړي وويل، دوی دغه اعلاميه عدالتونو ته وړاندې کوي ځينې ججان د اعلامیې په سر کډوال خوشي کړي او ځينې اووايې چې د کډوالو د رجسټرېشن او کارډونو د کره والي پلټنې به کوي او د هغې وروسته به یې فېصله اوروي.

يو اېن اېچ سي ار:

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] وايي، په کراچۍ کې د افغان کډوالو په نیولو خبر ده، د پاکستان د حکومت سره یې دغه مسله شريکه کړې او ترې یې غوښتي دي چې د افغان کډوالو ځورولو لړۍ ودروي.

پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي وي او اې ډيوه ته وویل، دوی نه يواځې د افغان رجسټرډ کډوالو دپاره، بلکې د نوو راغلو افغانانو دپاره هم کار کوي او په کراچۍ کې یې وکيلان لګيا دي د دوی دپاره عدالتونو ته وړاندې کيږي.

هغه وويل د سېفران د وزارت او نورو اړونده چارواکو سره په تماس کې دي چې د افغان کډوالو نيول او ځورول ودروي.

د طالبانو کونسل جنرل:

په کراچۍ د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستان حکومت، اسلام اباد او کابل کې یې خپل طالب مشران د افغان کډوالو په نيولو او ځورولو خبر کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، پاکستاني چارواکو ته یې خطونه استولي خو د افغانانو نيولو او ځورولو لړۍ نه ده ودرېدلې.

وي او اې ډيوه د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري سره د تماس هڅه کړې خو تراوسه ورته ځواب نه دی ويل شوی.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG