لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر بایډن په زوی هنټر بایډن باندې د وسلو د کاروبار په لړ کې فرد جرم ولګېد


د صدر بایډن زوی، هنټر بایډن
د صدر بایډن زوی، هنټر بایډن

د صدر جو بایډن په زوی هنټر بایډن باندې د زیارت/پنجشنبې په ورځ دا فرد جرم ولګېد چې ګني د یوې وسلې په اخستلو کې یې د وسلو یو کاروباري دوکه کړی دی. د امریکا په تاریخ کې دا ړومبی ځل دی چې د یو برحاله صدر زوی باندې فرد جرم لګول کیږي.

دا فرد جرم د امریکا د ډېلوېر ریاست په یو فډرل عدالت کې صادر شو چې په کې هنټر بایډن باندې درې تورونه لګېدلي او هغه دا چې د کال ۲۰۱۸ په اکټوبر کې یې غیرقانوني مخدره مواد کارولي و او بیا یې په دې اړه دروغ ویلي و چې وکړی شي یو کولټ کوبرا تمانچه په پېسو واخلي. که چېرته یې د مخدره موادو د استعمال خبره کړې وه، نو د قانون تر لاندې، وسله یې نشوی اخستلی.

په هنټر بایډن باندې دغه تورونه د امرکیا یو سپېشل کونسل، ډېوېډ ویس لګولي، مګر دا یې ندي ویلي چې ګني هغه د امریکا د ټېکس یا مالیې د قانون خلاف ورزي کړې ده.

تر دې وړاندې په هغه باندې د ټېکسونو په تعلق سره د خلاف ورزیو دوه الزامونه او همدا راز دا الزام لګېدلی و چې ګني د وسلې په قضیه کې د عدالتي کاروایۍ نه د تېښتې دپاره یې کوم پروګرام کې داخله اخستې وه، مګر هغه تورونه د جولای میاشت په یوه عدالتي اورېدنه کې رد کړی شول.

د هنټر بایډن د ټېکس په حوالې سره پلټنې لا روانې دي. ځانګړې کونسل ډېوېډ ویس تر دې وړاندې ویلي و چې نور ممکنه الزامات ښایي یا د واشنګټن ډي سي او یا د لاس انجلس په عدالتونو کې درج کړی شي.

د صدر جو بایډن په زوی هنټر باندې دغه فرد جرم په داسې حال کې ولګېدلو چې دوه ورځې وړاندې د کانګرس د اېوان نمایندګان رېپبلېکن غړو پخپله د صدر بایډن د مواخذه کولو دپاره د پلټنو د پیل اعلان وکړ او ویې ویل دا به کتل وي چې صدر بایډن د خپل زوی د بهرني کاروبارونو نه ګټه اخیستې ده او که نه.

وایټ هاوس د دې اقدام مذمت وکړ او ویې ویل چې دا کار سیاسي انګیزه لري. وایټ هاوس د هنټر بایډن د فرد جرم په اړه څه تبصره نده کړې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG