لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمهوریت نړیواله ورځ: پاکستان کې د جمهوری حکومتونو پر ځای پوځ ولې زیاته موده واکمن پاتې شوی؟


په ګرده نړۍ کې د 15م ستمبر نیټه د جمهوریت د نړیوالې ورځې په توګه نماځل کیږي، پاکستان هم یو جمهوري هیواد دی خو د دې هېواد په 76 کلن تاریخ کې د جمهوري حکومتونو نه زیات پوځي امرانو واکمني کړې ده.

څیړونکي وایي د پاکستان د جوړښت سره سم پوځ په زیاتو وسایلو قبضه کړې وه اؤ دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د پاکستان د اساسي قانون تر مخه دا هیواد ېو ډیموکریټک پارلیماني جمهوریت دی چې سیاسي نظام یې د حکومتدارۍ په انتخابي بڼه ولار دی خو دلته څو واري پوځي امرانو د ستور مات کړی دی اؤ مارشل لا یې نافذ کړې ده.

پاکستان په کال 1947م کې جوړ شوی وو خو دلته په وړومبي ځل نېغ په نېغه انتخابات په کال 1970م کې شوې وو.

ولې په پاکستان کې پوځ ته دا فرصت په پرله پسې ډول په لاس ورځي چې یا نېغ په نېغه حکومت وکړي یا بیا د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي؟

ددې پوښتنې په ځواب کې خبریال عادل شاه زېب وایي پاکستان کې مدام طاقت دپوځ په لاس کې پاتې شوی دی ځکه چې پوځ ګڼي پاکستان یو سیکورټي سټېټ دی اؤ ددې بشپړه واک یو منختب حکومت ته نه دي ورکول پکار.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، "د پاکستان سیاسي ګوندونه هم ددې ذمه وار دي چې دلته پوځ دومره طاقتور پاتې شوی دی ځکه چې هر ګوند د پوځ په مرسته حکومت جوړول غواړي اؤ کوم ګوندونه چې حکومت نه بهر وي هغه هم په اقتدار کې راتللو د پاره پوځ باندې څه نیوکه نه کوي".

پاکستان کې د پوځي جرنیلانو، ایوب خان، یحیا خان، ضیاء الحق اؤ پرویز مشرف د پوځي واکمنیو موده د جمهوري حکومتونو د مودې نه زیاته پاتې شوې ده .

څېړونکي‌ وايي چې دې هیواد کې منتخب حکومتونه هم د پوځ په خوښه جوړیږي خو پوځ دا دعوې ردوي. د پوځ مخکیني مشر قمر جاوید باجوه وړاندې ویلي وو، پوځ فیصله کړې په سیاست کې به نور مداخلت نه کوي خو څېړونکي وایې په پاکستان کې اوس هم اصل طاقت پوځ سره دی اؤ ټولې مهمې فیصلې پوځ کوي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې پروفیسر فیض الله جان وایي که پاکستان کې پوځي حکومت وي که جمهوري، دلته پوځ خپل کارونه ویستلی شي.

د مثال په توګه هغه وایي، وړاندې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د پېښور پخواني کور کمانډر جنرل (ر) فیض حمید لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان سره پخپل سر مذاکرات پیل کړل:

"دا یو داسې کار ؤ‌ چې پوځ پرې پوهه وو که چرې دا خبره پارلیمان ته لاړه نو پارلیمان به کله هم یو ترهګر تنظیم سره د مذاکراتو اجازه ورنه کړي نو دې نه ښکاره ده چې پوځ ته څه کولو د پاره د چا د اجازت ضرورت په پاکستان کې نه وي".

ډیوه سره خبرو کې د نړیوالو اړیکو څېړنکار پروفیسر خورشید احمد وویل، د پوځ له خوا په ملکي وسایلو د قبضې اؤ سیاست کې د پوځ دمداخلت له وجې د پاکستان نورو ادارو ته سخت نقصان رسېدلی دی.

د کال 2018م د انتخاباتو په نتیجه کې عمران خان د پاکستان 22م وزیراعظم جوړ شوی وو خو پاکستان کې یو وزیراعظم هم تر اوسه خپله د واکمنۍ پینځه کلنه اییني موده نه ده پوره کړې.

پاکستان کې وخت په وخت منتخب وزیراعظمانو ته د عدالتونو لخوا سزاګانې خو ورکړل شوې دي چې پکې د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو د تېزندۍ سزا هم شوې ده، خو په دستور ماتولو یواځې پوځي امر پرویز مشرف ته دعدالت له خوا د مرګ سزا اورول شوې وه چې په هغې هم عمل نه وو شوی او هغه د روان کال په فرورۍ کې په دوبۍ کې په قدرتي مرګ مړ شو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG