لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د علي وزیر د نور جسماني ریمانډ خواست رد کړی اؤ هغه یې زندان ته لېږلی دی


د اسلام اباد يو ځایي عدالت نن د جمعې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزير او د پي ټي ايم د يو بل فعال ولسيار د پلټنو وفاقي ادارې اېف آی ای په نور حراست کې د ساتلو خواست رد کړی او دواړه یې په جوډیشل ریمانډ جېل ته لېږلي دي.

د باره کهو تاڼې مقدمه کي تېره اوونۍ د زندان څخه له خوشي کېدو وروسته اېف آی ای على وزير د اډياله جېل د دروازې څخه نيولی وو او وروسته بیا جج شبير بهټي په ټولنیزو رسنیو د رياست ضد مواد خپرولو په قضيه کې د پلټنو مرکزي ادارې (اېف آی ای) ته سپارلی وو.

نن په عدالت کې ددغې قضیې له اوریدنې وروسته د پي ټي ايم وکيل مصدق عزيز وی او اې ډيوه ته وويل " على وزير باندې څلور ايف آی ارز وؤ، تېره اوونۍ یې د اډياله جيل نه بيا نيولی وو او د درېوؤ ورځو په جسماني ريمانډ اېف آی ای ته سپارل شوی وو.

هغه وایي جج په نننۍ اوریدنه کې د علي وزير نور ريمانډ اېف آی ای ته ورنه کړو او هغه یې بنديخانې ته واستولو. مصدق عزیز وایي اوس به دوي د اېف آی ای ځانګړي جج سره د علي وزيرد ضمانت لپاره خواست جمع کوي.

د پي ټي ايم يو بل وکيل سميع الله ډيوه ته ویلي چې دوى سپېشل جج سره د ضمانت خواست جمع کړی او د راتلونکى ګل- دوشنبې په ورځ د سپټمبر په 18مه نېته به په دې خواست اوریدنه کیږي.

علي وزير، د بشري حقونو فعاله او وکيله ايمان مزاري او د پي ټي ايم يو شمير فعالان د اګست په 20مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې جلسې ته له وینا کولو دوه ورځې وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا په مبينه بغاوت، ترهګرۍ او د ترنول پوليس لخوا د اړي ګړي او سرکاري کار کې د لاس وهنې او بغير د اجازې دجلسې کولو په مقدمو کې نيول شوي وؤ.

دبشري حفونو فعالې ايمان مزاري ته د سپټمبر په 2مه نېټه د ترهګرۍ په يوه مقدمه کي له نيول کېدو وروسته د عدالت لخوا ضمانت ورکړی شوی وو.

په ټولنيزو رسنيو رسنیو خپرو شوؤ ویډيو ګانو کې لیدل کیږي چې اسلام اباد کې د پي ټي ایم جلسې ته ویناوال د جبري لادرکیو په پېښو په پوځ او استخباراتي ادارو نيوکې کوي خو پوځ په بېلابېلو وختونو کې په جبري لادرکیو کې د لاس لرنې تورونه په سختۍ سره رد کړي دي.

د اګست په 28مه عدالت د بغاوت په قضيه کې علي وزير ته ضمانت ورکړی وو خو د اسلام اباد پوليس لخوا د ترهګرۍ په يوه بله مقدمه کي دوباره نيول شوی وو او په دې کې د ضمانت کېدلو وروسته د باره کهو پوليس له خوا په يوه بله مقدمه کې د تير خالي- شنبې په ورځ بيا هم د جېل د دروازې څخه د راوتلو په وخت ګرفتار کړل شو.

څېړونکي او د مدني ټولنې فعالان وایي چې علي وزير او د پي ټي ايم نور فعالان پرله پسې ځکه ځورول کيږي چې خپل اییني حقوق غواړي او د پاکستان په پوځ په پخوانیو قبایلي سيمو کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه لګوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې سياستمدارې او د مدني ټولنې فعالې عصمت شاهجهان وويل، "د پي ټي ايم په فعالینو رياستي بريدونه روان دي".

هغه وایي "هغه هيواد چې جنګ یې خپل اقتصاد جوړ کړی وي او د ټولو فيصلو واک یې هم د پوځي قيادت سره وي او جنګ یې د ټولو نه غټ کاروبار وي هغه رياست ته چې د امن خبره کوې نو هغوى امن ترهګري ګڼي".

د پاکستان په پوځ دا تورونه مخکې هم لګېدلي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې له امریکې 33 ارب ډالره اخیستي، خو په پوځي عملیاتو کې یې د ترهګرو پر ځای عام خلک وژلي دي، مګر پوځ دا تورونه په کلکه رد کړي او وایي په عملیاتو کې یې ترهګري په بشپړه توګه ځپلې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG