امريکايي چارواکي خبرداری ورکوي چې هېواد يې په راتلونکي کال کې د بهرنۍ او کورنۍ ترهګرۍ د غټ خطر سره مخ دی.
دا جاج د کورني امنيت څانګې ډيپارټمنټ اف هوم لينډ سيکيورټي لخوا اخستل شوی او تفصيل يې د زيارت، پنجشنبې په ورځ خور کړل شوی دی.
رپورټ د موجود سازشي نظريو، ذاتي خفګانونو او د اوږدې مودې راهسې روان نسلي، مذهبي او حکومت مخالفه جذباتو ذکر کوي چې اکثر په انلاين بڼه خوريږي او د ځينو وړو ډلو او کسانو د هڅولو لامل کيږي.
رپوټ خبرداری ورکوي چې بهرني تنظيونه لکه القاعده او داعش په هڅو کې دي چې خپل حيثيت بيرته جوړ کړي او په خپلو هغو ملاتړو پسې به ګرځي چې د دوی د پاره تشدد کولی شي.
د رپوټ ترمخه “بهرني ترهګر د خپلو ملاتړو سره په اړيکو کې په سوشل ميډيا لګيا دي چې خپله ميډيا جوړه او د يو بل سره يې شريکه کړي چې ترهګرو بريدونو ته نور وهڅوي”.
د کال 2024 رپوټ وايي دا اړيکې په افغانستان کې مېشت داعش خراسان لا ايي ايس ايي ايس کې سره روانې دي.
رپوټ ويلي “داعش خراسان په بهر کې په کړو مرګونو ترهګرو بريدونو لا ځلېدلی دی او د انګرېزۍ ژبې خؤرونې يې دا هدف لري چې څنګه دا ډله خپل کورني خفګانونه د غرب اورېدونکو ته وړاندې کړي او هغه په حرکت کې کړي”.
د رپوټ ترمخه هغه کسان چې د ترهګرۍ سره يې اړيکې دي د سفر د پاره د عادي لارو انتخاب کوي او د قبلېدونکي ماحول نه ګټې اخلي چې څنګه امريکا ته د تلو لار پيدا کړي”.
دا وروستی جاج تر ډېره د ملي ترهګرۍ ضد مشاورتي نظام د بولېټن برخه ده چې په می کې خور کړل شوی وو او امريکا ته خبرداری ورکړل شوی وو چې د ترهګرۍ په ماحول کې ګېره ده صورتحال خطرناک دی
خو د داعش خراسان او نورو بهرنيو ترهګرو ډلو په اړه دا خبرداری چې په امريکا کې داسې هڅې کېدلی شي د ډي ايچ ايس د چارواکو او د نورو امريکايي ادارو د بيانونو ترمخه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دوی محفوظ دي.
په مارچ کې د مثال په توګه د ډي ايچ ايس د ترهګرۍ ضد کوارډينيټر نېکولس راسموسن ويلي وو د سېپټمبر کال 2001 د ترهګرۍ بريدونه چې القاعده څلور جهازونه وتښتول او نزدې 3,000 خلک يې ووژل بيا تکرارېدل بېخي د منلو خيال هم نه دی.
هغه ويلي وو “مونږ د داعش او القاعده په رنګ ډلو د ځپلو مقصد حاصل کړی او د هغوی داسې قسمه ګزارونو کولو توان مو مات کړی. دوی زمونږ په کور کې اوس د داسې کولو جوګه نه دي”.
Forum