لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: پولیس وایي د دیني عالمانو او سیکهانو په هدفي وژنو کې ککړ د داعش درې وسله وال یې وژلي دي


د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې ده چې په سرښار پېښور کې یې دعملیاتو په مهال د سیکهانو اؤ دیني عالمانو په وژنه کې ککړ د وسله والې ډلې داعش درې ترهګر وژلي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) پخپل یو بیان کې ویلي دا عملیات یې د جمعې په ورځ د پېښور د خزانې تاڼې سره نزدې د فقیر بابا زیارت سیمه کې ترسره کړي دي.
د سي ټي ډي د بیان تر مخه پولیسو ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې د داعش وسله والې ډلې څو ترهګر په فقیر بابا زیارت سیمه کې د هدفي وژنو اؤ د ترهګرۍ د نورو پېښو پلان جوړوي.
پولیس وایي کله چې ددغو ترهګرو پرضد د عملیاتو لپاره سیمې ته ورسېدل نو ترهګرو پرې ناتاره ډزې پېل کړې اؤ پولیسو هم په ځوابي توګه په هغوي ډزې وکړې .
د سي ټي ډي دبیان له مخې د پولیسو په ډزو کې دداعش درې وسله وال وژل شوي اؤ دهغوي د ولکې نه چاودیدونکي مواد اؤ وسلې هم ترلاسه شوې دي.
پولیسو دعوه کړې ده چې د ترهګرو دا ډله پېښور کې د دیني عالمانو اؤ د سیکهانو په هدفي وژنو اؤ یو شمیر نورو ترهګریزو فعالیتونو کې ککړ وؤ.
پولیسو پخپل بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې .
د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس اکثره د پاکستان بیلابیلو سیمو کې د ترهګرو ډلو د غړو د وژنې دعوې کوي خو څېړونکي زیاتره مهال د سي ټي ډي دې دعوو ته د شک په نظر هم ګوري اؤ‌ تور لګوي چې کله پولیس د عدالت تر شا څوک وژني نو هغې ته بیا د عملیاتو نوم ورکوي.
په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دبمي چاودنو اؤ هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده اؤ په هدفي وژنو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ په ځانګړي توګه په پېښور کې بیا زیاتره سیکهان په نخښه کړل شوي دي.

په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګهـ په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي وؤ د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په پېښور کې د2009 م کال راهیسي شاوخوا 21 سکهان وژل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال وايي په صوبه کې نزدې پينځه لکه دعيسایي مذهب لرونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان ژوند کوي،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي تر ټولو زيات سکهان په پېښور کې اوسيږي، د خېبر،کرمې ، اورکزو او نورو قبائېلي ضلعو نه د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت ګڼ شمېر سکهان پېښور ته راغلې وو، خو اوس په دې علاقو کې هم د دوي هدفي وژنې کيږي، چې ورسره ټول لږکي بيا ځان غېر محفوظ ګڼې۔

د سیکهانو ورورولي وایي چې خېبر پښتونخوا کې په سیکهانو دپرله پسې بریدونو له امله یو شمیر سیکهانو د هیواد بیلابیلو برخو ته کډې کړې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG