د امریکې یو عدالت پخواني امریکایي سفیر رچرډ اولسن ته په امریکایي پالیسۍ د قطر اثرانداز کې په مرستې کولو اؤ د یو شتمن شخصیت نه د اخستل شوؤ ډالیو د نه څرګندولو په جرم کې د دریوؤ کالو د نظارت د بند (پروبېشن) اؤ 93 زره اؤ 350 ډالرو د جرمانې سزا اورولې ده.
مجسټریټ جج مایکل هاروی د جمعې په ورځ رچرډ اولسن ته د سزا اورولو په وخت ویلي دي د هغه د جرمونو لپاره په هغه درنه جرمانه اېښودل مناسب وه خو د هغه زندان ته د لېږلو ضرورت نه شته.
عدالت چې هغه ته د درې کلن نظارت د بند کومه سزا اورولې ده په هغې کې به پخوانی امریکایي سفیر زندان ته نه اچول کیږي خو تر درېوؤ کالو به هغه د څارنې د یو افسر په نظارت کې وي.
جج د رچرډ اولسن په مخاطب کولو سره ویلي دي "امریکایي ولس د یو لوړ پوړي سفارتکار نه د غوره رویې هیله لري اؤ دا هغه طریقه نه وه چې تا خپله کړه"
په رچرډ اولسن تور دی چې هغه کله په کال 2016م کې دامریکې د بهرنیو چارو له محکمې بېل شو نو په ورپسې کال یې د قطر د حکومت داسې مرسته کړې وه چې له مخې یې د قطر حکومت په امریکایي پالیسۍ اثر انداز کیدو .
د دې ترڅنګ په هغه د امریکایي تجار عماد زبیري نه د ترلاسه کړو ډالیو د څرګندولو تور هم لګول شوی ؤ.
په پخواني امریکایي سفارتکار د دې دواړو تورونو له امله پروسکال فرد جرم لګول شوی ؤ.
د امریکې د واشنګټن پوسټ اخبار ترمخه عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاوېزاتو کې د امریکي د خارجه وزات یا سټېټ ډپارټمنټ خصوصي تحقیق کوونکي یا انسپېکټر جنرل ویلي اولسن د ۶۰۰۰۰ ډالرو د الماسو (هیرو) د کالو نه چارواکي نه وو خبر . وېل شوي چې دغه کالي د اولسن خواښي ته د متحده عرب اماراتو امیر ورکړي وو.
د دې مقدمې د اورېدنې په مهال پراسیکیوټر یا سرکاري وکیل دریځ خپل کړی چې اولسن د خپل ناسم کار د پټولو لپاره یو شمیر ایمیلونه ډیلیټ کړي یا ختم کړي اؤ د پلټنو مرکزي ادارې اېف بي آی ته یې دروغ هم ویلي دي.
د پراسیکیوټر وینا وه چې رچرډ اولسن د کانګریس غړو سره بهرنیو هیوادونو کې د وسلو د خرڅون په منظورۍ اخستو کې مرسته کړې وه اؤ هغه په دې لړ کې د عماد زبېري سره د فرسټ کلاس یا اولې درجې د سفر کولو اعتراف هم کړی ؤ.
پراسیکیوټر د جج په وړاندې په دې خبره ټینګار وکړو چې رچرډ اولسن د خپلو غلطو کارونو د ذمه وارۍ قبلولو نه انکار کړی دی ځکه نو دی باید جېل ته ولیږل شي ترڅو دا د نورو لوړپوړو سفارتکارانو لپاره یو واضحه پیغام شي.
د هغه وینا وه چې که چرې خلکو ته دا اجازه ورکړل شي چې قوانین په هغوي نه تطبیقیږي نو هغوي به همداسې کوي.
په دغه موقعه د رچرډ اولسن وکیل دریځ خپل کړی چې د هغه مؤکل په سرکاري حیثیت کې د عماد زبېري د مرستې لپاره هیڅ ناسم کار نه دی کړی اؤ استغاثه د غیر ضروري بیانیې په جوړولو حقیقتونه وایي.
تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل رپورټ کې لیکلي وؤ چې عدالت ته په وړاندې کړل شوؤ دستاوېزاتو کې وېل شوي چې د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د هغو تعلقاتو په اړه هم تحقیقات کړي دي چې اولسن بغیر د واده د یوې خبریالې سره لرل. خبریالي سره د تعلق په مهال اولسن په اسلام اباد کې د امریکې سفیر و.
په رپورټ کې وېل شوي چې اولسن د خپلې ملګري په امریکايي یونیورسټۍ کې د تعلیم بندوبست کړی و او د هغې د یونېورستۍ فيس چې۲۵۰۰۰ ډالر و یو پاکستاني کاروباري تن ادا کړی و.
پاکستانی کاروباري تن اوس د غیرقانوني مالي امداد او ټېکس په لړ کې ۱۲ کاله د قېد سزا تېروي.
(ددې رپورټ ځېنې مواد د وي او ای اردو نه اخستل شوي دي)
Forum