لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت مرکزي وزير: "د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې د پوليو د خاتمې دپاره د کوټلې تګلارې لاندې کار کوو"


د پاکستان مرکزي نګران وزير صحت د خالي، شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري او پوليس مشر سره ليدلي او د صوبې په جنوبي سيمو کې د پوليو وايرس د شتون په حواله یې ورسره خبرې کړي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه مرکزي نګران وزير صحت نديم جان ويلي، "د خېبرپښتونخوا جنوبي علاقې د پوليو مرکز دی او په دغو علاقو کې د پوليو وایرس د خاتمې دپاره د کوټلې تګلارې لاندې کار روان دی".

هغه ويلي، "کومې علاقې چې د پوليو د سختو خطرو سره مخ دي هلته کوټلې تګلاره جوړه کړی شوې د پوليو د مخنيوي د پروګرام لوړ پوړي چارواکي په بنو کې په ځای کړی شوي او د پوليو د خاتمې هدف ورته ورکړی شوی دی او د دې مقصد ترلاسه کولو دپاره درې د اعلا معيار کمپاينونه پېل کړی شوي دي".

نوموړي ویلي، حکومت د پوليو د خاتمې په لړ کې پخه اراده لري. نديم جان زياته کړې، "د افغانستان سره په پوله هم ګډه غوره تګلاره جوړه کړی شوې ده".

پاکستان کې نزدې لس ورځې وړاندې پېښور او کراچۍ کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوی وو.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ترمخه د صحت قامي ادارې ويلي وو، د اګست په میاشت کې پېښور او کراچۍ کې نمونې اخستل شوې او روانه میاشت په دغو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو، سږ کال پېښور کې دغه د پوليو لسمه مثبته ماحولياتي نمونه معلومه شوې او کراچۍ کې دويمه نمونه ترلاسه شوې وه.

ويل شوي وو، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو 21 مثبتې نمونې موندل شوې دي.

د نګران حکومت د صحت مرکزي وزير هغه وخت ويلي وو، "په ډېرو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس ترلاسه کېدل د اندېښنې خبره ده ځکه دا څرګندوي چې ماشومان د دې ناروغۍ د خطرې سره مخ دي".

د اګست میاشت کې د پوليو د مخنيوي دپاره د صحت د نړيوالې ادارې د بیړنۍ کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي وو پاکستان کې اوس هم د پوليو د مخنيوي په وړاندې مشکلات موجود دي او که په افغانستان کې پوليو سېوا کيږي نو هغه د خلکو د زیات تګ راتګ له امله پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام دپاره خطره سېوا کوي.

د صحت د نړیوالې ادارې په وېبپاڼه ورکړی شوي خبر کې ویل شوي وو، د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي، د تېرې غونډې وروسته پاکستان کې د پوليو نوې پېښه مخې ته راغلې او دې سره پاکستان کې په روان [2023] کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېره دوه ته سېوا شوې ده.

ويل شوي دواړه پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو کې مخې ته راغلي دي.

هغه وخت په افغانستان کې د پوليو په حواله ویل شوي وو، افغانستان کې د پوليو پينځه نورې پېښې مخې ته راغلي او ټولې په ننګرهار کې معلومې شوي دي، او سږ کال په افغانستان کې په 32 ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس تصديق شوی دی.

ويل شوي دغه ټولې مثبتې نمونې د افغانستان په ختيځه سيمه کې معلومې شوې دي، يواځې يوه په جنوبي سيمه کندهار او يوه په شمالي سيمه بلخ کې معلومه شوې ده.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام او صحت چارواکي بيا بيا تکراروي چې د پوليو د مخنيوي دپاره کمپاينونه یې دوامداره دي او هڅه کوي په ټول ملک کې او د افغانستان سره په ګډه پوله د پوليو وايرس په مخنيوي کې کامياب شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG