لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا حسن ته لېږل شوي لیک کې وزیراعظم کاکړ ویلي، افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا اؤ پراختیا غواړي


دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې په ګډه پوله د پېدا شوي جنجال اؤ دپاکستان لخوا دافغانستان پرضد د وړکړل شوؤ ترخو بیانونو نه وروسته دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي،هغه افغانستان سره دوه اړخېزه اړیکو سیوا کولو ته هوډمن دی.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت وزیراعظم یا رییس الوازارا ته لیږلي خپل یو ځوابي لیک کې نګران وزیراعظم ویلي پاکستان افغانستان سره د ورورولۍ نزدې اړېکې لري اؤ دواړه هیوادونه خپلو کې ګاونډیان او وروڼه دي.

تر دې وړاندې اوړمه ورځ وي او ای اردو سره خپله یوه مرکه کې انوار الحق کاکړ افغانستان کې د پاکستان مخالفه ترهګرو پرضد د نیغ په نېغه کاروایۍ اشاره ورکړې وه اؤ ویلي یې وؤ "پاکستان ته د دفاع حق ترلاسه دی او د خپلو خلکو او خاورې د دفاع دپاره چې چرته مناسب ګڼي ضرور به ګام پورته کوي"

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان دریځ لري چې په ملک کې ترهګري سېوا شوې او څو ځله یې تورونه لګولي چې د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

دپاکستان بیلابیلو رسنیو د اتوار- یکشنبې په ورځ ویلي نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د طالبانو دحکومت وزیراعظم ملا محمد حسن ته ورلیږلي یو ځوابي لیک کې ویلي چې دپاکستان اؤ افغانستان د اړېکو جرړې د یو مذهب،کلتور اؤ تاریخ سره تړلي دي اؤ هغه هوډ لري چې دا دوه اړخیزه سیاسي،دسلامتۍ اؤ اقتصادي اړیکې نورې هم پسې پراخه اؤ‌ پیاوړې کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي تر دې وړاندې د طالبانو دحکومت وزیراعظم یا رییس الوازارا ملا محمد حسن نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته یو لیک ورلیږلی ؤ اؤ په هغې کې یې ورته د نګران وزیراعظم په جوړېدو مبارکي ورکړې وه.

پخپل لیک نګران وزیراعظم ښاغلي کاکړ ویلي دافغانستان اؤ پاکستان د ولسونو د خوشحاله ژوند لپاره اړېنه ده چې دواړه هیوادونه باید سیمه ییز تجارت اؤ تماسونه نور هم پراخه کړي اؤ د ګډو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره په شریکه کار وکړي.

په پېښور کې میشت دیوې ځایي پښتو ډیجیټل رسنۍ مشر اؤ تکړه خبریال حضرت یوسف وایي، هرڅو که پاکستاني اؤ طالب چارواکي وخت په وخت خپلو بیانونو کې د دوه اړخېزو ولسي اؤ تجارتي اړیکو په ارزښت ټینګار کوي خو وایي په عمل کې بیا د دواړو هیوادونو تر منځ بداعتمادي شته اؤ دهرې ورځې په تېریدو سره دا بې باوري نوره هم سېوا کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي یوسف وویل اوس په نزدې وختونو کې چې په چترال دافغانستان له لوري ترهګرو کوم بریدونه کړي اؤ بیا د تورخم‌ په کرښه د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو کومه نښته شوې ده ، د دواړو هیوادونو اړېکې یې نورې هم خرابې کړي اؤ بې باوري ورسره لا سیوا شوې ده.

خبریال حضرت یوسف وایي ، پاکستاني چارواکي وخت په وخت په خوله خو افغانستان سره دتجارت په سېوا کولو ټینګار کوي خو که شمیرو ته وکتل شي نو د دواړو هیوادونو ترمنځ کلنۍ تجارت زیات راکم شوی اؤ په نزدې ورځو کې چې د تورخم لاره دپاکستان لخوا وتړل شوه نو دې عمل هم د دواړو هیوادونو تجارت ته د اربونو روپو زیان رسولی دی.

نوموړی وایي د دواړو لوریو لخوا فعالاً داسې هیڅ اقدامات نه لیدل کیږي چې د دواړو هیوادونو ولسي ،سیاسي سفارتي یا هم تجارتي اړیکې ورسره وده وکړي.

نوموړی زیاتوي دا مهال که پاکستان افغانستان کې د ترهګرو ډلو دشتون نه سر ټکوي نو دپاکستان له لوري پخپل هیواد کې د میشت افغانانو پرضد د پېل کړل شوؤ عملیاتو نه دطالبانو حکومت هم خوشحاله نه دی.

"ګوره پاکستاني مشران چې وخت په وخت افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون کومې دعوې او دافغانستان په خاوره کې دهغوي پرضد دعملیاتو کوم ګواښونه کوي، طالبان خو هم دې ته په ښه نظر نه ګوري اؤ دپاکستان سره یې فاصلې سیوا کیږي"

نوموړی وایي دچین لخوا افغانستان کې دخپل سفیر ګمارلو نه وروسته دافغان طالبانو دپاکستان نه هېلې سیوا شوي چې اوس به دوي هم دطالبانو دحکومت په نړیواله کچه د رسمیت پیژندنې لپاره خپل کردار ولوبوي خو وایي د پاکستان لپاره في الحال داسې ممکن نه ښکاري.

دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ هم تېره ورځ ویلي وؤ چې پاکستان دطالبانو دحکومت په رسمیت د پېژندنې په اړه هیڅ غور نه کوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG