لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر ته د اېف آي ای په مقدمه کې هم عدالت ضمانت ورکړ


د الیکټرانکي جرمونو د مخنیوي د څانګې (سایبر کرایمز) په اسلام آباد کې یو عدالت د قامي اسمبلۍ پخواني‌غړي اؤ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي‌وزیر ته په ېوه بله مقدمه کې هم ضمانت ورکړی دی.

د علي وزیر وکیلان وایي د علي وزیر په بیا بیا نیولو ریاست هغه ټول خلکو ته دا پیغام ورکوي چې څوک یې بیانیې سره اتفاق نه کوي نو دا حال به یې وي.

د پلټنو مرکزي ادارې اېف آي اې علي وزیر د ستمبر په 15مه نېټه اډېاله بندي خانې نه په ېوه بله مقدمه کې له خوشې کېدو وروسته ګرفتار کړی ؤ اؤ وروسته یې عدالت نه د هغه د جسماني ریمانډ غوښتنه کړې وه چې عدالت نه وه منلې.

د علي وزیر وکیل شفیع الله وي او ای ډیوه ته وویل ” نن د سایبر کرایمز عدالت د علي وزیر اؤ اولسیار د ضمانتونو خواست منظور کړی دی اؤ که چرې په علي وزیر بله څه مقدمه جوړه نه کړل شوه نو تمه ده چې هغه به نن د زندان نه خوشې شي.

علي وزیر د اګست په 18 ڼېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له جلسې وروسته نیول شوی و اؤ په هغه یو شمیر مقدمې درج کړی شوې وې چې پکې بغیر د اجازې د جلسې کولو، د ریاست پرضد د بغاوت اؤ په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې دي.

د علي وزیر ترڅنګ د بشري حقونو د فعالې اېمان زینب مزاري پرضد هم دغه مقدمې درج کړې شوې وې خو عدالت وروسته د هغې ضمانت منظور کړی ؤ اؤ هغه له زندانه خوشې کړل شوې ده.

یو بل وکیل اسد خان ډیوه ته وویل د علي وزیر په پرله پسې توګه نیول هغه ټولو خلکو ته څوک چې اختلافي راېې لري اؤ په ریاستي ادارو تنقید کوي ،یو پیغام دی چې که چرې د پارليمان یو پخواني غړي سره دا کار کیدای شي نو دوي سره هم کیدای شي.

دا وړومبی ځل نه دی چې پاکستان کې علي وزیر یا د پي ټي اېم نور غړي نیول شوې دي، تر دې وړاندې کال 2019م کې د خړ کمر له پېښې وروسته هم علي وزیر اؤ محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته کال 2021م کې په کراچې ښار کښې یوې جلسې ته له وینا کولو وروسته په علي وزیر د بغاوت مقدمه درج کړی شوې وه اؤ هغه نیول شوی ؤ.

قانون پوهه محمد عثمان وړاېچ ایډوکیټ وایي” د پارلیمان یو منتخب غړی چې د زرګونو، لکونو خلکو په پارلیمان کې استازیتوب کوي اؤ که چرې د هغه پرضد د ریاستي مشینرۍ داسې استمال کیږي نو دا یو غلط عمل دی اؤ په یوه مهذبه ټولنه کې هم داسې نه کیږي”

کال 2018م کې په اسلام آباد کښې د پي ټي‌اېم د پرلت په مهال د هغه وخت حکومت د پي ټي اېم غوښتنې جائز ګرځولې وې خو وروسته یو خبري کانفرنس ته وینا کې د پوځ د ویاند ادارې آی اېس پي آر د هغه وخت ویاند ښاغلي اصف غفور ویلي وؤ چې د پي ټي اېم بیانیه به نوره برداشت نه کړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG