لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رارسېدونکو کډوالو په زیاتېدو سره، اېټلي د پناه غوښتنې قوانین سخت کړي دي


د اېټلي حکومت د ګل/دوشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو په حوالې سره یو لړ سخت قوانین منظور کړل، او دا ګام په داسې وخت کې اخستلی کیږي چې د اېټلي جنوبي سواحلو ته ورځ تر بلې د رارسېدونکو کډوالو په شمېره کې اضافه لیدل کیږي.

د نوو قوانینو ترمخه، پولیسو ته اجازت ورکول کیږي هغه کډوال د ډېرې مودې پورې په حراست کې وساتي کوم چې د پناه اخستو په انتظار کې دي. اوس مهال دغسې کډوال صرف درې میاشتو پورې په حراست کې ساتل کېدل، خو نوي قوانین وایي چې هغوی ابتدا تر شپږو میاشتو پورې په حراست کې ساتل کېدی شي او دا امکان هم شته چې د حراست موده یې تر اتلسو (۱۸) میاشتو پورې وغځولی شي.

د روئټرز خبرې ادارې د یو رپوټ ترمخه، د اېټلي وزیراعظمې جورجیا مېلوني ویلي: "دا به ټوله هغه د ضرورت وړ موده وي چې نه یوازې لازمي ارزونې په کې وشي، بلکې هغه کسان هم واپس ولېږلی شي کوم چې د نړېوال تحفظ دپاره مستحق نشي ګڼل کېدلی."

د اېټلي کابینې همدا شان په لېرې پرتو علاقو کې د نوو حراستي مرکزونو جوړول منظور کړل.

په تېره هفته کې، قریب لس زره کډوال د اېټلي وړوکې جزیرې، لېمپډوسا ته ورسېدل. د دې جزیرې آبادي صرف شپږ زره (۶۰۰۰) کسان دي. اکثره کډوال د ټونس/ټونېشیا نه په وړو کشتیو کې د بحیره روم د لارې دې جزیرې ته رسېدلي دي. ټونس هېواد د لېمپډوسا جزیرې نه شاوخوا سل کلومټره فاصله لري.

د اېټلي چارواکو وویل چې د ګل/دوشنبې په ورځ هم یو سل او اتیا (۱۸۰) کډوال هغې جزیرې ته ورسېدل. په هغه ځای کې حالات ډېر خراب دي او په دې سبب چې هلته د کډوالو د ساتنې مرکزونه ټول ډک شوي دي، نو نوي رارسېدلي کډوال په لارو سړکونو اوده کیږي.

د یورپي اتحاد د کمېشن صدره اورسولا فون ډېرلېن د اتوار/یکشنبې په ورځ د اېټلي د وزیراعظمې سره یوځای لېمپډوسا جزیرې ته ولاړه او هلته یې د حالاتو د لیدنې وروستو د کلکو ګامونو وعده وکړه.

د یورپي اتحاد د کمېشن صدرې خبریالانو ته وویل: "مونږ به دا فیصله کوو چې څوک یورپي یونین ته راشي او د څه شرایطو لاندې، دا فیصله کول د سمګلرانو او قاچاقبرانو نه ده."

اورسولا فون ډېرلېن د لسو ټکیو مشتمل یو پلان هم اعلان کړ چې ترمخه یې په اېټلي باندې فشار کم شي او همدا راز د یورپي یونین د سرحداتو د چارو ادارې فرانټېکس کردار اضافه کړی شي چې د پناه غوښتنې غیرمستحق کډوال معلوم او هغوی بېرته واپس کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG